کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د بلوچستان په ګوادر کې پر پاکستاني ځواکونو د ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو پوځي جګړن وژل شوی دی.
د پاکستان دولتي خبري اژانس (اېاېنپي) د دغه هېواد د پوځ د عامه اړيکو څانګې د خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې ۳۴ کلن جګړن وجاهت وحید د ګوادر ولسوالۍ د پسني تحصیل په شادي کور سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
سرچينې د پېښې او د ياد جګړن د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.