ژبه

ایران: له فشارونو سره سره مو اقتصاد ښه مقاومت ښودلی

پژواک

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰:۵۱

۰ کتنې

کابل (پژواک) – ایراني چارواکو د دغه هېواد د اقتصادي سقوط او د اقتصادي فشارونو له امله د حکومت د کنټرول له لاسه ورکولو په اړه د امریکا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د بندیزونو او جګړې له امله د رامنځته‌شوو ستونزو سره سره، د ایران اقتصاد ښه مقاومت ښودلی دی؛ ورته مهال شنونکو الجزیرې ته ویلي چې تهران به له مالي ستونزو سره سره «د خپلو سیمه‌ییزو متحدو ډلو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.»

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر براد کوپر ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا بریدونو او سمندري کلابندۍ د دغه هېواد د لږترلږه ۲۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د خامو تېلو د صادراتو مخه نیولې او د شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت یې د کریپټو اسعارو شتمنۍ کنګل کړې دي.

هغه ادعا کړې چې د دغو اقداماتو له امله د ایران سپاه پاسداران د خپلو سرتېرو د معاشونو د ورکړې لپاره له مالي ستونزو سره مخ شوي او د ایران تر ملاتړې لاندې ډلې هم د پیسو له کمښت سره مخ دي.

د الجزیرې راپور کې راغلي چې د ایران د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي بیا د دغه هېواد د اقتصاد د سقوط ادعا رد کړې او ویلي یې دي: «له ټولو دغو فشارونو سره سره، د ایران اقتصاد ښه مقاومت ښودلی او د ایران د اقتصاد د سقوط ادعا له یوه خیال پرته بل څه نه ده.»

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، هم منلې چې پوځي بریدونو او سمندري کلابندۍ د دغه هېواد لپاره د پام وړ ستونزې رامنځته کړې دي؛ خو ویلي یې دي چې حکومت د ستونزو د مدیریت لپاره پر کورنیو ظرفیتونو تکیه کوي.

شنونکي: ایران به د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي

د راپور له مخې، واشنګټن کې مېشت د نړۍوالو سیاستونو د مرکز څېړونکې نگار مرتضوي ویلي چې تهران به له مالي فشارونو سره سره د خپلو سیمه‌ییزو متحدو ډلو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

هغې ویلي چې اقتصادي فشارونه د ایران پوځي سرچینې محدودولی شي خو دا په دې معنا نه ده چې سپاه پاسداران به په خپلو ستراتیژیکو محاسبو کې بدلون راولي یا تهران به تسلیمېدو ته اړ شي.

بل شنونکي، مایکل نایټس ویلي چې ایران لا هم د معاشونو او د سون توکو د برابرولو له لارې له خپلو متحدینو ملاتړ کوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت هم دا ارزونه وړاندې کړې چې اقتصادي فشارونه ښايي په څو میاشتو کې د ایران د حکومت د کنټرول د له لاسه ورکولو لامل شي؛ خو ایراني چارواکو دغه ارزونه رد کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد اقتصاد د فشارونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا لري.