ژبه

برېتانیا د سعودي د هوايي حریم د ساتنې لپاره جنګي الوتکې لېږي

Ahmad sohaib

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۲:۴۳

۰ کتنې

کابل (پژواک) – د برېتانیا دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد د هوايي ځواک جنګي الوتکې به د سعودي عربستان د ښارونو او مهمو بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې لپاره د سعودي پر فضا دفاعي هوايي ماموریتونه ترسره کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د «تایفون» ډوله جنګي الوتکې به د حوثيانو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د هوايي حریم په ساتنه کې مرسته وکړي.

د برېتانیا د دفاع وزیر وس سټریټینګ ویلي چې پر سعودي عربستان د حوثیانو پرله‌پسې بریدونه د اندېښنې وړ دي او په ځانګړي ډول د ریاض پر هوايي ډګر برید په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړې چې د بریتانیا اضافي پوځي ملاتړ به د سعودي عربستان د هوايي حریم په ساتنه کې مرسته وکړي؛ خو د دفاع وزارت ټینګار کړی چې یادې جنګي الوتکې به یوازې دفاعي ماموریتونه ترسره کوي او پر حوثیانو به بریدونه نه کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان حکومت د اضافي پوځي ملاتړ غوښتنه کړې وه او د برېتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې هېواد یې د دغې غوښتنې ارزولو ته چمتو دی.

راپور زیاتوي چې په وروستیو اونیو کې د سعودي عربستان پر نفت‌استخراجوونکو تاسیساتو او نورو مهمو بنسټونو د حوثیانو بریدونه زیات شوي دي.

په همدې حال کې، یمني چارواکو ویلي چې د دوشنبې په ورځ حوثیانو د شبوه ولایت پر یوه روزنیز مرکز چې د سعودي له ملاتړه برخمنو حکومتي امنیتي ځواکونو پورې اړه لري، برید کړی او ۵۸ کسان پکې وژل شوي دي.