کابل (پژواک) – د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر ته ویلي، تر هغه پورې چې د تهران غوښتنې نه وي پوره شوې، له واشنګټن سره به خبرې ونه کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر نن په تهران کې د پاکستان له لوی درستیز سره د منځګړیتوب پر هڅو او سیمهییزو تحولاتو خبرې کړې دي.
راپور کې راغلي چې عاصم منیر د ایران د پارلمان له مشر محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي دي. قالیباف ویلي چې واشنګټن تر هغه د تهران باور نه شي ترلاسه کولای، تر څو چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران اووه شرطونه پوره نه کړي.
سرچینې لیکلي چې د ایران په شرطونو کې د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا د محاصرې پای ته رسول، د ایران د نفتو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د سیمې په ټولو جبهو کې د جګړو درول شامل دي.
د راپور له مخې، د ایران یوه امنیتي چارواکي محسن رضايي هم له عاصم منیر سره په جلا لیدنه کې ورته دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د تهران د غوښتنو تر پوره کېدو پورې به له واشنګټن سره خبرې ونه شي.
رضايي زیاته کړې چې د ایران د غني شوو یورانیمو ټولې زېرمې به په دغه هېواد کې پاتې شي. نوموړي په دې سره د ایران د رهبر مجتبی خامنهيي دریځ تکرار کړی، چې ویلي یې دي، د وسلو جوړولو لپاره اړین حد ته نږدې غني شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونه لېږدول شي.