ژبه

وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې له شلو ډېر کسان تښتولي؛ ۱۷ یې لا هم نادرکه دي

احمد صهيب حسرت

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۲

۱ کتنې

کابل (پژواک) –  د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې د بورې د یوې فابریکې د کارکوونکو او د یوه مسافر وړونکي موټر د سپرلیو په ګډون له شلو ډېر کسان تښتولي چې پنځه یې خوشې شوي، خو ۱۷ نور لا هم نادرکه دي.

د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه وړمه شپه د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د انډس لویې لارې په اوږدو کې د «چیرا ماینر» سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، ناپېژانده وسله‌والو یو مسافر وړونکی موټر چې له دېره‌غازي‌خان څخه د راولپنډۍ پر لور روان و، درولی او یو شمېر سپرلۍ یې له ځان سره بیولي دي.

سرچینه زیاتوي چې وسله‌والو د بورې د یوې فابریکې اړوند په یوه بس کې سپاره یو شمېر امنیتي ساتونکي هم تښتولي دي.

په راپور کې راغلي چې له تښتول شوو سپرلیو پنځه کسان خوشي شوي او د بورې فابریکې ۱۷ کارکوونکي لا هم نادرکه دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې له دې پېښې وروسته، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو په «پروا اډه» سیمه کې لاریون کړی او د انډس لویه لار یې د موټرو پر مخ تړلې ده. لاریونوالو د تښتول شوو کسانو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې د تښتول شوو کسانو د موندلو او خوشې کولو لپاره عملیات روان دي او د دې پېښې د څېړلو لپاره څو ډلې ګومارل شوې دي.