کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د ترکیې، مصر، پاکستان، سعودي عربستان، برېټانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران نن په استانبول کې د سیمهییزو شخړو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کوي.
رویټرز د ترکیې د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دغه غونډه د ترکیې په نوښت جوړېږي او دا اووه هېوادونه د لومړي ځل لپاره په دغه چوکاټ کې سره راټولېږي.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د فلسطین او اسرائیل پر مسئلې، د هرمز تنګي پر وروستیو تحولاتو، د یمن پر وضعیت، د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو او د سیمې او اروپايي هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر لار چارو خبرې وشي.
سرچینې زیاته کړې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو او د هرمز او بابالمندب تنګیو له لارې د بېړیو د ازاد تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړي.
د ترکیې دې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې فیدان به د یمن د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د امنیت په برخه کې د خپل هېواد ملاتړ هم یو ځل بیا څرګند کړي. د سرچینې په وینا، دغه ملاتړ د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د مکې د ګډ دفاعي تړون پر بنسټ دی.
د سرچینې په خبره، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر به خپلو سیالانو ته دا هم ووایي چې هېواد یې تور سمندرګي ته د اوکراین د جګړې د غځېدو د مخنیوي لپاره هڅې کړې دي. نوموړی به په دې برخه کې د سیمې امنیت ته د دغې جګړې د ګواښونو یادونه هم وکړي.