کابل (پژواک) – د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو چارواکی وايي، د کرکي–کابل برېښنا لېږد پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره شي او ټاکل شوې چې د دې پروژې د دشتالوان–ارغندۍ برخه د ۲۰۲۷ کال په جون میاشت کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د نیوز سنټرل اسیا د راپور له مخې، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان د برېښنا لېږد دهلېز د نړۍوالو پروژو مشر مراد ارتیکوف دا څرګندونې په عشقاباد کې د ترکمنستان د ۲۰۲۶ کال د نفتو او ګازو په نړۍوال کنفرانس کې کړې دي.
هغه ویلي چې ترکمنستان د پولو هاخوا د برېښنا لېږد پروژې پلې کوي، څو افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د انرژۍ برخه کې همکاري پراخه شي.
د ارتیکوف په وینا، د کرکي–کابل برېښنا لېږد پروژه چې د ۵۰۰ کیلوولټه ولتاژ او ۷۱۱ کیلومتره اوږدوالي لري، په دې برخه کې له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده.
هغه زیاته کړې چې د دې پروژې د شبرغان–دشتالوان برخې چارې به په راتلونکو میاشتو کې بشپړې شي او ټاکل شوې چې د کابل ولایت د دشتالوان–ارغندۍ برخه یې د ۲۰۲۷ کال په جون میاشت کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د ترکمنستان د انرژۍ وزارت دغه چارواکي ټینګار کړی چې د پروژې په بشپړېدو سره به له تخنیکي پلوه له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد امکان برابر شي؛ هغه اقدام چې د کابل د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لرلای شي.
ارتیکوف دغهراز ویلي چې د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان (ټاپ) برېښنا لېږد پروژې په چوکاټ کې د ښکېلو هېوادونو او پانګهوالو ترمنځ له ۵۰ ډېر سندونه لاسلیک شوي دي.
د هغه په وینا، تمه ده چې د دې پروژې د هغو چارو د دوام نقشه چې د افغانستان په خاوره کې ترسره کېږي، ژر د ترکمنستان د انرژۍ وزارت او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ نهايي شي.
هغه زیاته کړې چې د هېوادونو ترمنځ د برېښنا لېږد د زیربناوو پراختیا، د انرژۍ د صادراتو د زیاتوالي ترڅنګ، د خلکو د ژوند د کچې په ښه کېدو، د صنعت په وده، د ټولنیزو خدمتونو په پراختیا او د سیمې د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مرسته کولای شي.