ژبه

خوست او تخار کې هم افغان – ترک ښوونځي پرانیستل کېږي

عبدالجبار اندر

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹:۴۳

۰ کتنې

کابل (پژواک) – د ترکیې معارف بنسټ وایي، په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخوي او هڅه کوي چې د خپلو ښوونځیو د زده‌کوونکو شمېر له څه باندې ۶ زرو څخه ۸ زرو ته لوړ کړي.
د دغه بنسټ د افغانستان څانګې مرستیال استازي ابراهیم فاتح ګوچلو د میدان‌وردګو ولایت په افغان ـ ترک ښوونځي کې د زده‌کوونکو د علمي او ساینسي پروژو نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي، پلان لري چې په خوست او تخار ولایتونو کې هم ښوونځي پرانیزي.
هغه زياته کړې: «اوس‌مهال زموږ ښوونیز فعالیتونه د هلکانو لېسو، لومړنیو ښوونځیو او وړکتونونو برخه رانغاړي. دا مهال په ټول افغانستان کې له ۶ زرو څخه ډېر زده‌کوونکي لرو. موږ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکي کې دا شمېر له ۸ زرو څخه واړوو.»
د نوموړي په خبره، په خوست ولایت کې د یوه نوي ښوونځي پرانیستلو لپاره هم هڅې روانې دي.
د راپور له مخې، په میدان‌وردګو کې د افغان ـ ترک ښوونځي زده‌کوونکو د مصنوعي ځیرکتیا، بې‌پیلوټه الوتکو او نورو نوښتګرو برخو په اړه ۲۵ علمي او ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې کړې دي.
د ترکیې معارف بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پیل کړي او د دغه بنسټ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په اوو ولایتونو کې له ۲۰ ډېر ښوونیز مرکزونه لري.