ژبه

د یوناما مشرې د افغانستان د خلکو پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی

پژواک

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۳

۲ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې د دغه سازمان د جوړېدو د ۸۱مې کالیزې په مناسبت د افغانستان د خلکو پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه به د انساني کرامت د ساتنې، د غوره فرصتونو برابرولو او د افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

رباب فاطمې نن (شنبه، د اکټوبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱نې کالیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه سازمان د جګړو له ویجاړیو وروسته د هیلو رامنځته کولو، د سولې د ټینګښت، د خبرو اترو د پیاوړتیا او د ملتونو ترمنځ د همکاریو په موخه جوړ شوی دی.

هغې زیاته کړې چې افغانستان په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کې له ملګرو ملتونو سره په یوځای کېدو د دغه نړۍوال سازمان غړی شوی او ملګري ملتونه په نږدې اتو لسیزو کې، په سختو شرایطو او د پرمختګ په پړاوونو کې تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شوي دي.

د نوموړې په وینا، ملګرو ملتونو او د دغه سازمان شریکانو د طبیعي پېښو، وچکالیو، بې‌ځایه کېدو، جګړو او بېړنیو بشري وضعیتونو پر مهال د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره هڅې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان د خلکو د زغم او ټینګې ارادې د ستاینې ترڅنګ ویلي چې ښځو، نارینه‌وو، ځوانانو، قومي مشرانو، ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او د بشري مرستو فعالانو له ګڼو ستونزو سره سره د خلکو خدمت ته دوام ورکړی دی.

هغې زیاته کړې: «د افغانستان پر وړاندې پرتې ننګونې سترې دي، خو د دغه هېواد د خلکو وړتیاوې، هیلې او ظرفیتونه تر هغو هم لوی دي.»

رباب فاطمې په افغانستان کې د خپل ماموریت پیل ته په اشاره ویلي چې د دغه هېواد خلکو، فرهنګ او بډایه میراث ته په ژور درناوي سره ژمنه ده چې د افغانانو غوښتنو او نظرونو ته غوږ ونیسي او د هغوی ترڅنګ کار وکړي.

هغې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به د افغانستان له خلکو سره خپل ملاتړ ته ژمن پاتې شي او د انساني کرامت د ساتنې، د غوره فرصتونو د رامنځته کولو او د ټولو افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره به هڅې وکړي.

نوموړې د خپل پیغام په پای کې ویلي چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد په خلکو پورې اړه لري او ملګري ملتونه به د یوه ژمن شریک په توګه د هغوی ترڅنګ پاتې شي، څو د افغانستان خلک خپله راتلونکې په خپله وټاکي.