ژبه

افغانستان او ترکیې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي

پژواک

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۱

۲ کتنې

کابل (پژواک) – د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت او بهرنیو چارو وزارت یوه ګډ پلاوي د ترکیې د کډوالۍ ادارې له مسوولینو سره لیدلي او د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د هغوی د ساتنې مرکزونو د وضعیت او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

دغه وزارت نن (شنبه، د لړم ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي، د کډوالو چارو وزارت د مقام د دفتر رییس مولوي سعیداحمد بنوري په مشرۍ، د تلې په ۳۰مه د ترکیې د کډوالۍ ادارې له مرستیال مراد قره‌کایا، د ناقانونه کډوالو له عمومي مدیر احمد کوچک ایکیز او د کډوالو ایستلو برخې له مسوول اونکار سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، بنوري په دې لیدنه کې ترکیې ته د افغان پلاوي د سفر موخې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه، د کډوالو د ساتنې له مرکزونو لیدنه، د هغوی د وضعیت ارزونه او د کډوالۍ چارو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د سند شریکول یاد کړي دي.

د سرچینې په وینا، د ترکیې د کډوالۍ ادارې مسوولینو د افغان پلاوي هرکلی کړی، د خپلې ادارې د کاري پروګرامونو او د کډوالو ساتنې مرکزونو د فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

هغوی ویلي چې ترکیه د سوریې، عراق او افغانستان د ګڼ شمېر کډوالو د شتون له امله له ستونزو سره مخ ده؛ خو د شاوخوا ۷۶۰ زره سوریایي کډوالو بېرته ستنېدو تر یوه بریده دغه فشارونه کم کړي دي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې مسوولینو دغه‌راز ویلي چې د دې ادارې دروازې د ټولو کډوالو، په ځانګړي ډول د افغانانو پر مخ پرانیستې دي او هڅه کوي چې د هغوی د داوطلبانه راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.

هغوی د ساتنې په مرکزونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو ټینګار کړی چې د هغوی د ستونزو د حل لپاره به هڅې وکړي.

په همدې حال کې، مولوي سعیداحمد بنوري د ترکیې له مېلمه‌پالنې او همکاریو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغه هېواد د منځګړیتوب له روله مننه کړې ده.

نوموړي دغه‌راز په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او د ساتنې په مرکزونو کې د هغوی د وضعیت د ښه‌والي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو او همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.