Language

جلال اباد (پژواک ٢٥ تله ٩٠): د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د عليشېرخېلو او سه پاى قومونو ته ګواښ وکړ، چې که په يوه مياشت کې خپله ستونزه هواره نه کړي، دولت به له دواړو غاړو وسلې ټولې کړي.

د عليشېرخېلو او سه پاى قومونو ترمنځ له تېرو دوو کلونو راهيسې د دښتې د ملکيت پر  سر شخړه روانه ده، چې تر اوسه له دواړ و غاړو څخه شاوخوا سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جلال اباد کې نن (د تلې ١٨مه) ګل اغا شېرزي په يوه غونډه کې وويل، چې که دغه دوه قومونه په يوه مياشت کې دننه د جرګې له لارې د دښتې د ملکيت پر سر شخړه هواره نه کړي، دولت به د دواړو غاړو جنګيالي بې وسلې کړي.

نوموړي د دولت پر وسله والو مخالفينو تور ولګاوه، چې له ښکېلو خواوو سره مرستې کوي او ځانونه يې په دواړو ډلو کې ځاى پر ځاى کړي دي.

شېرزي وويل، چې د عليشيرخېلو او سه پاى قومونو د شخړې له امله، د شينوارو د غني خېلو، دور بابا، نازيان، اچين، هسکې مېنې او سپين غر په ولسواليو کې د مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي.

د هغه په وينا، افغان او ايتلافي ځواکونه به په نږدې ورځو کې په يادو شويو ولسواليو کې پراخ چاڼيز عمليات پيل کړي.

والي وويل، چې نن يې د وروستي ځل لپاره د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشران او د عليشېرخېلو او سه پاى استازي راغوښتي وو، چې د يوې ګډې جرګې په جوړولو راضي شي او ستونزه هواره کړي.

د سه پاى قومي مشر ملک عثمان عليشېرخېل تورن کړل، چې يوه پلاوي ته هم د پرېکړو حق نه ورکوي او نه هم قومي پرېکړو ته ژمن دي.

نوموړي زياته کړه: ((دواړو غاړو له ننګرهار والي سره ژمنه کړې وه، چې د دښتې په منځ کې د غځېدلي پاخه سړک دواړه غاړې به له جنګياليو خالي کوي، پنځه کلن اوربند به کوي او له ټولو قومونو جوړه شوې لس کسيزې جرګې ته به د پرېکړې واک ورکوي؛ خو عليشېرخېل په دې کې پاتې راغلل.))

دغه قومي مشر وويل، چې په قومي لښکر کې يې د دولت يو وسله وال هم ځاى نه لري او نه به چاته اجازه ورکړي، چې د دولت ضد کړنې ترسره کړي.

د عليشيرخېلو قومي مشر ملک سيد حکيم حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې تر هغې به له سه پاى قوم سره خبرې ونه کړي، چې خپل وسله وال کسان له دعوه ګيرې دښتې ونه باسي.

سيد حکيم، دولت او د ننګرهار نور قومونه تورن کړل، چې حق حقدار ته نه ورکوي او يوازې د پلاوو په جوړولو سره ځان او خلک تېر باسي.

د عليشېرخېلو قومي مشر پر سه پاى قوم نيوکه وکړه، چې له ٥٠ کيلو مټره ليرې سيمې څخه راغلي او په دښته کې يې وسله وال کسان ځاى پرځاى کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ځمکې د ملکيت پر سر دغې شخړې د سپين غر په لمن کې د پرتو ولسواليو امنيت خراب کړى او د بيارغونې چارې په کې ټکنۍ دي.