جلا ل اباد (پژواک ٢٥ تله ٩٠): د جلال اباد ښار له چکنوريو سيمې څخه يو ملي سوداګر له پنځه ورځني بند وروسته د امنيتي ځواکونو په هڅو د تښتوونکو له منګولو راخلاص شو.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد سلطاني د تلې په ٢٥مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې حاجي شاه محمود د تېرې پنجشنبې په ورځ د يوې وسلوالې ډلې له خوا، چې نظامي جامې يې پر ځان وې، و تښتول شو.
هغه د دغه سوداګر د خوشې کېدو ځاى په ګوته نه کړ، خو زياته يې کړه، چې د پېښې په تړاو يې يو تن نيولى دى.
امينه قوماندان زياته کړه، چې له کورنيو چارو وزارت څخه يې غوښتي، څو هغو وسلوالو ته ځانګرى يونيفورم ورکړي، چې د وسلو ګرځولو قانوني کارتونه لري.
تښتول شوي سوداګر حاجي شاه محمود خبريالانو ته وويل، چې دى د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د ودانيو لپاره د ګول سيخانو ګودامونه لري.
نوموړي زياته کړه، چې د پنجشنبې ورځ درې بجې په موټر کې سپاره څو وسلوال، چې پوځي جامې يې پر ځان وې، راغلل او دى يې وتښتاوه.
د شاه محمود په وينا، موټر ته په دې پلمه خېژول شوى، چې ولې د نشه يي توکو کاروبار کوي، وروسته يې د ده لاسونه ولچک او سترګې يې ور وتړلې.
شاه محمود وويل: ((زه يې لومړۍ سياف فاميليو او له هغې وروسته يې رنګ روډ ښار ته راوستم، د جلا اباد ښار په انګور باغ کې يې ساتلم.))
نوموړى سوداګر وايي، چې د تښتونې په دويمه ورځ تښتوونکو د جلااباد ښار بابړيانو ته راوړ او له هغه ځايه يې په موټر کې نامعلوم لوري ته ولېږداوه.
دى زياتوي، چې له څو ساعته مزله وروسته يې تښتوونکو سترګې ورخلاصې کړې، ګوري چې موټر د سالنګ په تونل کې روان دى.
شاه محمود د خبرو په دوام وويل، چې دى تښتوونکو د بغلان ولايت په بغلان جديد ولسوالۍ کې دوه ورځې په يوه نړېدلي کور کې وساته او هغو د سل زره ډالرو غوښتنه يې کوله.
نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار د ځايي ادارې د هڅو په پايله کې دى د تښتوونکو له بنده راخلاص شو، يواځې ١١٠٠ ډالر او ١٦٠٠ کلدارې يې د ده له جېبه و ايستلې.
په ننګرهار کې د سولې د شورا غړي او قومي مشر نوراغا ملکزي، چې د نوموړي سوداګر په خلاصولو کې يې ډېره هڅه کول، پژواک ته وويل، چې د ياد سوداګر په تښتونه کې د دولت ټيټ پوړي او لوړ پوړي چارواکي لاس لري.
نوموړې پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وويل، تښتوونکي د هېواد د شمال اوسېدونکي وو.
د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې د دغه ولايت د ولايتي شورا مرستيال د ننګرهار چارواکي د نشه يي توکو پر ترافيک او انسان تښتونو تورن کړي وو.