Language

کابل (پژواک ٢٥ تله ٩٠) د افغانستان د  امنيت د شورا سلاکار وايي، چې ديني او ملي ارزښتونو ته لږه پاملرنه، د شپې له خوا د کورونو تلاشي، اداري فساد او قانون ماتونه په هېواد کې د افراطيت او د خلکو د ناخوښۍ لامل شوي دي.

 د هېواد د امنيت د شورا سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، چې په افغانستان کې د خلکو د ناخوښۍ او افراطيت د زياتوالي د عواملو په اړه د شويو څېړنو د پايلو د ارزونې په غونډه کې خبرې کولې، وويل، چې ګڼ شمېر ايډيولوژيک او ټولنيز عوامل، د افغانستان د حکومت او متحدانو ناسمه کړنه د خلکو د ناخوښۍ او د افراطيت د زياتوالي لامل ګرځېدلي دي.

 سپنتا د افغانستان د خلکو ديني او ملي ارزښتونو ته لږه او يا نه پاملرنه، ناقانونه نيونې، بندي کول او د شپې له خوا د کورونو تلاشي د نړيوالو ځواکونو او افغان حکومت تېروتنې وبللې، چې د دغه هېواد د خلکو د اندېښنې او ناخوښۍ لامل شوي دي.

 د افغانستان د ملي امنيت د شورا رييس همدارنګه په هېواد کې د قانون د پلي کېدو په خاطر د افغان دولت د توان نشتوالى هم د خلکو د ناخوښۍ له عواملو څخه وباله.

 سپنتا د افغانستان له پولو څخه بهر د افراطيانو پټنځايونو ته نه پاملرنه په افغانستان او سيمه کې د دغې پديدې د زياتوالي عمده لامل وباله او زياته يې کړه، تر هغه چې د هېواد له پولو څخه بهر له دغې پديدې سره مبارزه ونه شي، پر وړاندې يې برياليتوب ناشونى دى.

 د نوموړي په وينا، افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د راتګ لامل له نړيوالې ترهګرۍ سره مبارزه وه او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مصوبه د دغه سازمان ټول غړي په دغې لاره کې همکارۍ ته مکلف کوي.

 د نوموړي په وينا، که په سيمه کې کوم هېواد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له همکارۍ څخه ډډه وکړي، دا د ملګرو ملتونو د سازمان د مصوبو د نقض په معنا ده.

 د افغانستان د امنيت د شورا سلاکار يو ځل بيا په ښکاره توګه، پاکستان د افغانستان په ستونزه کې د يو اړخ په توګه ياد کړ او زياته يې کړه، چې په افغانستان کې د ايساف ماموريت د ملګرو ملتونو پر مصوباتو ولاړ دى او د دغه هېواد په خاوره محدود نه دى.

 د نوموړي په وينا، په هغه صورت کې چې د افغانستان خاوره ګواښل کېږي او په دغه هېواد کې له بهر څخه لاسوهنه کېږي، بايد ايساف هم د افغان حکومت ترڅنګ اقدام وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پر ختيځو سيمو د پاکستان له خوا د توغنديزو بريدونو ګڼ شمېر راپورونه، چې ولسمشر کرزي مبالغه امېزه بللي، خپاره شوي دي او يو شمېر خلک د يادو شويو بريدونو پر وړاندې د افغانستان حکومت ترڅنګ د ايساف ځواکونو مسووليت هم بولي.

 خو د ايساف چارواکي خپل محدويت د افغانستان په خاوره محدود بولي.

 سپنتا وويل، چې د خلکو د ناخوښۍ د زياتوالي او افراطيت د زياتوالي د عوامل د پيدا کولو په موخه، ولسمشر کرزي د ملي امنيت له شورا او ايساف ځواکونو څخه غوښتني دي، چې په ګډه تحقيقات ترسره کړي او پايلې يې د افغان حکومت په واک کې ورکړي.

 د سرچينې په وينا، د (قره) څېړنيز سازمان د هېواد د ملي امنيت شورا او ايساف په مرسته يو لړ تحقيقات په دې اړه ترسره کړل، چې پايلې به يې ډېر ژر د افغانستان حکومت په واک کې ورکړل شي، ترڅو ورڅخه ګټه واخلي.

 سپنتا زياته کړه، چې هغه درې ورځنۍ غونډه چې نن په کابل کې د افغان حکومت د استازو، ايساف او کورنيو او بهرنيو کارپوهان په ګډون په کابل کې پيل شوې، يادې شوې پايلې به وارزوي او وروسته به پايلې د افغانستان حکومت ته ورکړي.

 نوموړي زياته کړه، چې د دغې غونډې له وړانديزونو څخه به د خلکو د ناخوښۍ، د افراطيت له پراخېدو څخه د مخنيوي، د ښه امنيت د تامين او د قانون پر بنسټ د ښې حکومتدارۍ لپاره ګټه واخلي.

 نوموړي ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: ((تاسو سره ژمنه کوم، چې موږ ستاسې توصيې جدي نيسو، په بې پلوه، انتقادي او بې رحمانه توګه پر موږ نيوکه وکړئ او همدارنګه په نورو کسانو، ټول هغه کسان چې په دغې ناخوښۍ کې مسووليت لري.))