Language

کابل (پژواک ٢٥ تله ٩٠): د سياسي چارو يو شمېر پوهان د پاکستان او ايران له لوري د هېواد پر ختيځ او لوېديځ د راکټي بريدونو په اړه د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د افغان دولت د سياسي دريځ د عدم ثبات له امله بولي.

ولسمشر حامد کرزي پرون د جرمني له ولسمشر کرسټيان وولف سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، چې له پاکستان څخه پر افغان خاورې توغنديز بريدونه تر ډېره د رسنيو مبالغه ده؛ که داسې څه تثبيت شي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا له ګواښ سره مخ شي، نو افغان حکومت به يې په اړه لازم ګام پورته کړي.

ولسمشر له رسنيو وغوښتل، چې په ډېر دقت سره ګام واخلي او له احساساتو او شايعاتو دې ډډه وکړي.

کرزي زياته کړه: ((موږ بايد داسې کار ونه کړو، چې د ناتاييد شويو راپورونو او د رسنيو د خبرونو پر بنسټ له ګاونډيانو سره اړيکې خرابې کړو.))

د سياسي چارو کارپوه استاد حبيب الله رفېع وايي، چې حامد کرزي د خپل متذبذب دريځ له امله دغه څرګندونې کړې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کرزي د پاکستان او ايران د خوشحالولو لپاره هغه واقعيتونه رد کړل، چې ټوله نړۍ يې شاهده ده.

استاد رفېع زياته کړه: ((هلته زموږ پر پولو تېرى کېږي، افغانان وژل کېږي، ټپيان کېږي او بې کوره کېږي او ولسمشر مو دا هر څه د رسنيو شايعات او مبالغه بولي.))

د هغه په وينا، کرزي په لومړۍ ورځ سوګند پورته کړى، چې هغه به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا، ملي ارزښتونو او حيثيت دفاع کوي؛ خو اوس يې خپل سوګند مات کړ.

د سياسي او نظامي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم وايي، چې د ولسمشر کرزي خبرې د افغان دولت په دريځ کې له بې ثباتۍ څخه سرچينه اخلي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې کرزي پخوا هم څو ځلې داسې خبرې کړي، چې په سبا يې بېرته رد کړې دي.

د هغه په وينا، کرزى غواړي په دې خبرو د افغان ملت اراده او احساسات ووژني، چې د پاکستان او ايران پر وړاندې د وسلوال غبرګون غوښتونکي نه شي.

د ژورنالېستانو د ملي اتحاديې مشر عبدالحميد مبارز پژواک ته وويل، چې دا يو واقعيت دى چې پر افغانستان د پاکستان له خاورې بريدونه شوي او دا هېڅکله د رسنيو مبالغه نه ده.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دوه ځلې په کابل کې د پاکستان سفير غوښتى او د دغو بريدونو په اړه يې ترې د ځواب غوښتنه کړې ده.

مبارز زياته کړه: ((که د کرزي خبرو ته سړى ځير شي، له يوې خوا وايي چې دغه ډول تبليغات بايد رسنۍ ونه کړي او له بلې خوا بيا په اشارې سره وايي چې داسې يو څه شته.))

د هغه په وينا، ولسمشر کرزى غواړي چې له پاکستان سره يې له دې نورې اړيکې خرابې نه شي، ځکه چې اوس د امريکا متحده ايالاتو هم له پاکستان سره په خپلو اړيکو کې نرمښت راوستى دى.

نوموړي وويل، چې دغه ډول سياستوال په ځينو نازکو حالاتو کې يو څه مجبوريتونه لري، چې له امله يې داسې دريځ نيسي.

حميد مبارز د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې افغاني رسنيو تراوسه هېڅ شايعات او مبالغه نه ده کړې او تل يې له خپلو ملي ګټو څخه دفاع کړې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ د ولسمشر کرزي خبرو ته احترام لرو، خو جدي يې نه نيسو.))

ولسمشر کرزي د پاکستان له خوا ترسره شوي بريدونه په داسې حال کې مبالغه بللې، چې د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري نن پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د راتوغول شويو ١٥٩١ مرميو له امله ٢٧ کسان وژل شوي، ٤٢ نور ټپيان، اووه کورونه او دوه جوماتونه ړنګ شوي دي.

د هغه په وينا، د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان پر حريم د  کونړ ولايت پر سرحدي ولسواليو په دې بريدونو کې د مرګ ژوبلې ترڅنګ، خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي او د خلکو له سلو زيات څاروي يې هم له منځه وړي دي.

 همداراز د کونړ د ناړۍ ولسوال ګل زمان هم پژواک ته وويل، چې د پاکستان د پوځ له لوري د ناړۍ ولسوالۍ پر سرحدي سيمو تراوسه ٨٢ توغندي راتوغول شوي، چې په کې د يوه کور شپږ تنه وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

دغه راز د بهرنيو چار وزارت د دې بريدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړى و او د ملي شورا دواړو جرګو هم پرې خپل کلک غبرګون ښودلى وو.

خو د ولسمشر حامد کرزي د وياند مرستيال سيامک هروي پژواک اژانس ته وويل، چې ولسمشر تېره ورځ د پاکستان له لوري توغنديز بريدونه نه دي رد کړي؛ يوازې يې د يو شمېر رسنيو تبليغاتي خبرونه ياد کړل.

هروي زياته کړه: ((د دولتي چارواکو له خولې چې کوم خبرونه رسنيو ته ورکړل شوي، هغه سم دي، خو کله کله په رسنيو کې شايعات خپرېږي، چې هغه موږ اوس هم ردوو.))