جلااباد (پژواک ٢٥ تله ٩٠): له سرې مياشتې سره د پانګه والو او مالداره خلکو له لوري د مرستې کولو ځانګړې اونۍ، د جلااباد ښار د اطلاعاتو او کلتور رياست په تالار کې پيل شوه.
د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالي يوسفزي د تلې په ٢٥مه د دغه کمپاين دپيلېدو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې د تلې د مياشتې تر پايه يې له دې ځانګړې اونۍ څخه موخه د خلکو او بسپنه ورکوونکو له لوري سرې مياشتې ته د مرستو را ټولول دي.
نوموړي زياته کړه، چې تېر کال په همدغې اونۍ کې سوداګرو او ولسي وګړو له دولتي مامورينو سره يوځاى د ننګرهار سرې مياشتې ته ٣ ميليونه افغانۍ مرسته را ټوله کړې وه او هيله يې څرګنده کړه، چې سږ کال به شپږ ميليونه افغانۍ راټولې کړي.
د يوسفزي په وينا، اداره يې له تېر کال څخه راهيسې په دغه ولايت کې د سېلابونو او طبيعي پېښو پر مهال د خلکو د ژغورلو، د مرستو رسولو او د روزنيزو پرګرامونو ترڅنګ د HIV د کنټرول په موخه هلې ځلې کړې دي.
په ختيځو ولايتونو کې د سرې مياشتې عمومي رييس محمد اقبال سعيد پژواک ته وويل، چې په ټول زون کې ٦زره او پنځه سوه رضاکاران لري.
نوموړي زياته کړه، چې د هېواد په کچه، که د سرې مياشتې د رضاکارانو کار په حق الزحمه بدل شي، نو ټولنې ته يې د يو ميليارد افغانيو په لګښت خدمتونه کړي دي.
اقبال سعيد وويل، چې د کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان دولتي ادارو ورته ډاډ ورکړى، چې د هر کارکوونکي د يوې ورځې تنخوا به سرې مياشتې ته ورکړي.
په ننګرهار کې د ماين پاکۍ يوې روزونکې يلدا عثماني پژواک ته وويل، چې د يوې ښځې په توګه يې له خپل معاش څخه دوه زره افغانۍ سرې مياشتې ته ورکړې، څو د اړتيا پر مهال له هېواد والو سره مرسته شوې وي.
نوموړې په چارواکو او سوداګرو غږ وکړ، چې د بې سرپرستو ماشومانو او بې وزلو ناروغانو د مرستې لپاره دې د زړه له تله له سرې مياشتې سره مرسته وکړي.
د يادونې ده، چې د سرې مياشتې رضاکارانو تېر کال د سېلابونو پر مهال او سږ کال پر کابل بانک د ځانمرګو بريدونو پر مهال د خلکو د ژغورنې په برخه کې ډېرې منډې ترړې کړې دي.