کابل(پژواک٢٦تله٩٠) د اروپا د بهرنيو چارو د سکرتر جنرال مرستيال، وايي چې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د يو هدفمند او متوازن تړون لپاره به له افغان چارواکيو سره خبرې وکړي.
د اروپا د بهرنيو چارو د سکرتر جنرال مرستيال مسۍ پوپووسکي افغانستان ته په خپل لومړني سفر کې نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وويل چې د همکارۍ ددې تړون په چمتو کولو باندې کار په ښه توګه روان دى.
ده وويل، تمه کيږي چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تړون کاري تګلاره د افغانستان لپاره د بن د دويم نړيوال کنفرانس تر جوړېدو پورې چمتو شي.
ټاکل شوې ده چې ياد شوي کنفرانس د روان ميلادي کال په دسمبر مياشت کې جوړ شي .
ده وويل چې دا تړون به د افغانستان او اروپايي ټولنې د ګډو او دوه اړخيزو ژمنو استازيتوب وکړي.
هغه يوځل بيا له افغانستان سره د اروپايي ټولنې پر اوږدمهاله ژمنو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې ياد شوى تړون به د بشري حقونو، ډيموکراسۍ او د قانون د حاکميت د نړيوالو معيارونو پر بنسټ ولاړ وي او د سياست، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې به د افغانستان او اروپايي ټولنې همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.
نوموړي زياته کړه : ” مونږ ټول يوه ګډه موخه لرو او هغه دا ده، چې افغانستان په راتلونکې کې د يو خوندي او باثباته هېواد په توګه را څرګند شي، نو د دې لپاره د افغانستان سره د همکارۍ تړون ډېر اړين بلل کيږي.”
هغه وايي، اروپايی ټولنه د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان دويم ستر همکار دى او په دې وروستيو کې اروپا ته د افغانستان د صادراتو کچه هم لوړه شوې ده، چې په وينا يې دا پخپله د اروپايي ټولنې او د افغانستان ترمنځ د ښوو اړيکو څرګندونه کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول هم نن د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د سکرتر جنرال مرستيال سره کتلي او د دواړو لوريو ترمنځ يې پر اوږدمهاله اړيکو خبرې کړي دي .
له بهرنيو چارو وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول په دې کتنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې په سيمه او افغانستان کې د سولې او ټيکاو د رامنځ ته کېدو پر لور مهم ګام بللى دى.
زلمي رسول ويلي، چې دا تړون به له افغانستان سره د اروپايي ټولنې اوږدمهاله ملاتړ او همکارۍ له ځانه سره ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ستراتيژيکو اړيکو د سند په اړه به د دواړو لوريو ترمنځ ډېر ژر خبرې پيل شي.
دى وايي، چې په دې سند کې به د دواړو لوريو ترمنځ په بېلابېلو سياسي، امنيتي، اقتصادي، د ډېموکراسۍ ټينګښت او د بشري حقونو په برخو کې همکارۍ شاملې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان څو ورځې مخکې له هند سره هم د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ او د امريکا له متحده ايالتونو سره يې هم د ستراتيژيکو همکاريو پر سر خبرې روانې دي .