Language

د ننګرهار سرحدي پوليسو يو ټن خام چرس ونيول

جلال اباد (پژواک ٢٦ تله ٩٠): په ختيځو ولايتونو کې د لومړي زون سرحدي پوليسو د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې تر يو ساعته نښتې وروسته يو ټن خام چرس ترلاسه کړل.

د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه اته نيمې بجې يې سرتېرو د پچيراګام ولسوالۍ د ګريخېلو په کونج کلي کې له وسلوالو قاچاق وړونکو سره درنه جګړه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې په جګړه کې قاچاق وړونکو د پوليسو پر پوستو د پيکا او راکټ ډزې کړې، خو سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

جنرال امرخېل وويل، چې د جګړې په پايله کې وسلوال تښتېدلي او پر ١٣ کچرو بار څلور دېرش بورۍ خام چرس (يو ټن) يې د نښتې په سيمه کې پاتې شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې وسلواله نښته کې يوه کچره وژل شوې او پاتې نورې ژوندۍ نيول شوې دي.

امرخېل وويل، چې د روان لمريز کال له پيل څخه راهيسې يې د سپين غره په لمنو کې ډېورنډ کرښه تر کلکې څارنې لاندې نيولې او پر وينا يې، د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو کې يې ١١ ټنه نشه يي توکي نيولي دي.

د هغه په وينا، د ترلاسه شويو موادو اندازې ته په کتو ويلاى شي، چې له لوګر، غزني، ميدان وردګو او شمال څخه لويه مافيا او ګڼ شمېر قاچاقبر د نشه يي توکو پر کاروبار بوخت دي.

ده د يادو ولايتونو له چارواکو وغوښتل، اجازه دې نه ورکوي، څو له سيمو يې نشه يي توکي تر ننګرهاره راورسېږي.

امين الله امرخېل پژواک ته د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې پوليس په دې نه بريالي کېږي له نيول شويو توکو سره يې عاملين هم ونيسي؟ وويل چې قاچاق وړونکي د شېرزادو، حصارک، پچيراگام، خوګياڼو، سپين غر، اچين او هسکې مېنې د ولسواليو له غرنيو څوکو د نشه يې توکو قاچاق کنټرولوي او پر وينا يې، سرحدي پوليس داسې پرمختللي وسايل نه لري، څو د ډېورنډ اوږده کرښه دقيقه وڅاري.

نوموړي زياته کړه، چې څو-څو ځلې يې له نړيوالو ځواکونو او کورنيو چارو وزارت څخه د کرښې د څارلو په موخه د الوتکو غوښتنه کړې ده.

امرخېل وويل: ((تر هغه چې دفاع وزارت، ايتلافي ځواکونه او موږ د هوايي ځواک په مرسته پراخ عمليات ترسره نه کړو، د قاچاق مخنيوى ناشونى دى.))

دغه سرحدي قوماندان زياته کړه، چې تل يې سرتېري د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره په عملياتو کې ساعتونه- ساعتونه پلي مزلونه کوي.

د يادونې ده، چې لس ورځې وړاندې هم سرحدي پوليسو د ننگرهار په هسکه مېنه کې له قاچاق وړونکو څخه ٢٥٠٠ کيلوګرامه اومه چرس ترلاسه کړي وو.