محمود راقي( پژواک دتلې ٢٦مه ٩٠): وسلوالو طالبانو دکاپيسا په درېيو ناامنه ولسواليو کې د پوهنې کمېسيون جوړ کړ،څو ديادو ولسواليو په ځينو ښوونځيو کې تعليمي بهير وڅاري.
ياد کمېسيون لس غړي لري،چې له يوې اونۍ راهيسې په تګاب،اله ساى او نجراب ولسواليو کې فعاليت کوي،څو له کتابونو، د ښوونکيو او زده کوونکيو له ناسوبتيا نظارت وکړي.
دتګاب ولسوال عبدالحکيم آخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې کمېسيون غړي د ښوونځيو درسي کتابونه ګوري او دهغوى له ټولو درسونو څخه څارنه کوي.
د سرچينې دمعلوماتو له مخې، ددې ولسوالۍ ١٥ ښوونځي په هغو ناامنو سيمو کې دي ،چې دطالبانو ترکنټرول لاندې دي او د طالبانو له لوري يې څارنه کېږي.
د اله ساى ولسوال انجينر ملا محمد پژواک ته وويل،چې ياد کمېسيون ددې ولسوالۍ په ځينو ښوونځيو کې د زده کوونکيو او ښوونکيو له غيرحاضرۍ هم نظارت کوي او دهغوى د ناسوبتيا مخنيوى کوي.
ملا محمد زياته کړه، چې ددې ولسوالۍ ٢٤ ښوونځي ددې کمېسيون ترکنټرول او څارنې لاندې دي.
د تګاب ولسوالۍ يوه ښوونکي محفوظ له پژواک سره په مرکه کې له دې کړنې خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي: (( خوښ يم ،چې طالبان ښوونکيو او زده کوونکو ته د غيرحاضرۍ اجازه نه ورکوي.))
دهغه په وينا، د طالبانو دپوهنې کمېسيون د ښوونځيو له مسوولينو څخه غوښتنه کړې ،څو يو شمېر اسلامي کتابونه له هغې جملې څخه شروط الصلوت هم تدريس کړي.
د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان ددې کمېسيون د جوړولو ترڅنګ پژواک ته وويل،چې هغوى د يادو درېيو ولسواليو په ځينو ښوونځيو کې په ټولو لوستونو نظارت لري.
سرچينې زياته کړه،چې په ښوونځيو کې انګريزي مضمونونه زيات شوي او دينې زده کړې لږ شوې دي،نو له دې امله هغوى ددې کمېسيون په جوړولو لاس پورې کړ.
د يادونې ده، چې په نوي نصاب کې تعليمي سويې ته په پام سره ،عقايد،فقه،قرآنکريم ،حديث او تجويد مضمونونو ته ځاى ورکول شوى دى.
دکاپيسا دپوهنې چارواکي ددې ولايت په ځينو ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو د پوهنې دکمېسيون دجوړېدو پخلې کوي او وايي،چې دا کار په يادو سيمو کې د دولتي ځواکونو دنشتون له امله ترسره شوى دى.
د کاپيسا د پوهنې رياست مرستيال عبدالرسول سايي پژواک ته وويل :((څوک حق نه لري ،چې د پوهنې دتعليمي نصاب خلاف ګام پورته کړي ،خو په ناامنو سيمو کې چاره نه لرو.))
دهغه په وينا، دوى هڅه کوي، څو ددې بهير مخه ډب کړي ، خو دا کار هغه مهال شونى دى ،چې په يادو سيمو کې امنيتي ځواکونه ځاى پرځاى شي.
ده وويل، چې د نجراب ولسوالۍ يو لږ شمير ښوونځي ،چې له اله ساى سره په پوله کې موقعيت لري هم د دوى له کنټرول څخه وتلي دي.
د يادونې ده، چې په ميدان وردګو او کونړ ولايتونو کې هم د وسلوالو طالبانو له لوري پر ځينو ښوونځيو د نظارت په اړه راپور ورکړل شوى دى.