جلال اباد (پژواک ٢٦ تله ٩٠): د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پر وزارت او ملګرو ملتونو نيوکه وکړه، چې په خپل تېر راپور کې يې په ننګرهار کې د کوکنارو کچه زياته ښودلې او ګواښ يې وکړ، چې د دوى پر ضد به څارنوالۍ ته مراجعه وکړي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې (UNDOC) او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په خپل کلني راپور کې تېر کال په ننګرهار کې د کرل شويو کوکنارو کچه ٢٧٠٠ هکتاره ښودلې وه.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت مالي او اداري معين انجنير محمد ابراهيم اظهر د کوکنارو د مخنيوي په غونډه کې، چې نن (د تلې ٢٦مه) د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، وويل، چې په ٢٠٠٨ کال کې د کوکنارو د کر د صفر کېدلو له امله ننګرهار ولايت ته لس ميليونه ډالر ورکړل شوي وو.
نوموړي زياته کړه، چې په ٢٠٠٩ کال کې د ننګرهار کروندګرو ٢٩٤ هکتاره، په ٢٠١٠ کې ٧١٩ هکتاره او په ٢٠١١ کې يې ٢٧٠٠ هکتاره کوکنار کرلي وو.
اظهر ګواښ وکړ، که هر چا په يوه جريب ځمکه کې کوکنار وکرل، د نشه يي توکو د مخنيوي قانون د ٤١ مې مادې د حکم له مخې به درې مياشتې زنداني شي.
د ياد وزارت مرستيال وويل، چې د هېواد په کچه په ٢٠١٠ کال کې ١٢٣زره هکتاره او په ٢٠١١ کال کې ١٣١زره هکتاره کوکنار کرل شوي وو.
د ننګرهار د ٢٢ ولسوالانو په استازيتوب د چپرهار ولسوال معلم معشوق په خپلو خبرو کې وويل، چې د دغه ولايت د ټولو ولسواليو د پرمختيايي، ټولنيزو، علماوو، پوهنې او قومي شوراګانو له لارې يې ولس ته خبردارى ورکړى، چې کوکنار ونه کري.
نوموړي زياته کړه: ((موږ کوکنار له منځه وړي دي، د هوا له لارې پرې دوا شيندل شوې، خو د بديل معيشت مرسته له والي پرته راسره هېچا نه ده کړې.))
د ننګرهار قومي مشر او د سولې د ولايتي شورا رييس ملک نظير دولت تورن کړ، چې له پرله پسې ژمنو سره يې، چې په ننګرهار کې به د اوبه خور څوارلس بندونه جوړوي، کونړ سيند به مهاروي، کامې ته به بل نهر باسي، دروغجنې ژمنې وې.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د يادې غونډې په پاى کې په سختو خبرو کې په دې اړه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو ورکړل شوى راپور رد کړ.
شېرزي زياته کړه: ((له ما سره اسناد شته، زميني او هوايي عکاسي لرم؛ زه به د خپور شوي راپور په اړه لويې څارنوالۍ ته شکايت وکړم.))
د هغه په وينا، که ملګري ملتونه او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په ننګرهار کې د زياتو کوکنارو په اړه کوم شواهد لري، نو وړاندې دې کړي.
د ننګرهار والي د کرنې او نشه يي توکو پر ضد مبارزې وزارتونه له دغه ولايت سره پر ظلم تورن کړل او زياته يې کړه، چې د کرنې وزارت د ننګرهار ١٥ ولسوالۍ د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې له نوملړ څخه ايستلي او دى د خپل حق غوښتونکى دى.
والي ژمنه وکړه، چې سږ کال به د کوکنارو د کر کچه صفر ته راټيټوي.
شېرزي وويل، چې تېر کال په ننګرهار کې ٣٠٥ هکتاره کوکنار کرل شوي وو، خو ياد وزارت او ملګرو ملتونو دغه کچه ډېره لوړه ښودلې ده.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت مرستيال محمد ابراهيم اظهر پژواک ته وويل، چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې نړيوالې ادارې تېر کال سروې په ګډه ترسره کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې (UNDOC) چمتو ده، والي ته خپل اسناد او شواهد وروښيي.
اظهر وويل، چې د نا امنيو له امله يادې ادارې د لغمان، کونړ او ننګرهار ډېرې سيمې له سټلايټ څخه عکاسي کړې دي، خو پر وينا يې، د دوى وزارت تر اوسه دغه ډول پرمختللي وسايل نه لري.