Language

لسګونه وسلوال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

مزارشريف (پژواک ۲۶ تله ۹۰): په بلخ ولايت کې ۹۰ وسلوال طالبان د تلې په ٢٦مه د سولې له پروسې سره يو ځای شول.

په دغه ولايت کې د سولې د عالي شورا مشر حاجي اختر محمد ابراهيم خېل نن (د تلې ۲۶مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي ۹۰ وسلوال طالبان په چاربولک ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره يو ځای شول.

نوموړي زياته کړه، چې له دغو طالبانو څخه ۶۰ ميله بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه شوې دي.

د هغه په وينا په دغو وسلو کې تومانچې، کلاشينکوف، راکټ، پيکا او هاوان شامل دي.

د سولې د عالي شورا مشر وويل، د قوماندان ننګيالي په مشرۍ دغه ٩٠ کسيزه ډله، چې له شپږو وړو ډلګيو څخه جوړه وه، د دغه ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې له ډېرې مودې راهيسې د طالبانو په ګټه کار کاوه.

نوموړي زياته کړه، چې د سولې له پروسې سره د يادې ډلې د يو ځای کېدو په ترڅ کې د سيمې قومي مشرانو هم مرستې کړي دي.

د سولې له پروسې سره يو ځای شوي طالبان هم وايي، چې د سيمه ييزو قومي شوراګانو له خوا سولې ته رابلل شوي دي.

د يادو تسليم شويو طالبانو د يوې ډلګۍ مشر ضابط کريم پژواک ته وويل، چې نږدې درې کاله يې په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو په ګټه فعاليت کاوه.

نوموړي زياته کړه، چې د سيمې د مخورو د شورا له خوا ور وبلل شو او د سولې له پروسې سره د يوځای کېدو وړانديز يې ورته وکړ.

نوموړي طالب قوماندان وويل: ((ډېره موده مو په ناپوهۍ کې جګړه کوله؛ نور له جنګه ستړي شوو.))

په بلخ کې د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، چې تېره اونۍ هم ۴۰ وسلوال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.

د تېرې مياشتې په ٢٩ مه د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني له وژل کېدو وروسته دا تر ټولو لويه ډله ده، چې د دولت پر وړاندې له وسلوال مخالفت څخه لاس اخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى کيږي.