Language

لس وسلوال طالبان ووژل شول

کلات ( پژواک ٢٦ تله ٩٠ ) : افغان او ايساف ځواکونه وايي چې د زابل ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کې يې لس  وسلوال طالبان وژلي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د تلې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات يې تېره ورځ ناوخته له افغان ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړه چې ګډو ځواکونو په سيمه کې ديوه طالب قوماندان پر ضد عمليات ترسره کړل، چې ګډځواکونه د وسلوالو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل ، چې په ځوابي ډزو کې يو شمېر وسلوال ووژل شول.

ايساف وايي چې په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي او يو شمېر مخالفين يې ژوندي هم نيولي دي.

د زابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې په دې عملياتو کې ١٠ وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ يې ژوندي نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو که څه هم د خاک افغان په اړه څه نه دي ويلي، خو ددوى وياند قاري يوسف احمدي بيا په کلات ښار کې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو دوژلو ادعا کړې ده.

ديادونې ده چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې خاک افغان ولسوالي د مخالفينو په لاس کې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.