Language

په کابل کې د تېرو شپږ نيمو کلونو په پرتله د خوراکي توکيو بيې٧١سلنه لوړې شوي

کابل ( پژواک ٢٦ تله٩٠):په کابل ښار کې د تېرو شپږ نيمو کلونو په پرتله په منځني ډول  د لومړنيو خوراکي توکيو بيې ٧١سلنه ، د سون توکيو بيې څه باندې ٦٣ سلنه او د سرو زرو بيې شاوخوا درې نيم برابره لوړې شوې دي .

 د کابل ښار د خوراکي توکيو د سوداګرو د اتحاديې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يوې ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني اوړو بيه ١٠٤٠ افغانۍ، د يوې ٥٠ کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې بيه ٢٢٣٠ افغانۍ او د يوې بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ ده.

هغه وايي ، چې نن د يوه پنځه کيلويي پيپ کوه نور غوړيو بيه ٣٨٠افغانۍ، د يو کيلو اندونيزيايي شنه چاى بيه ١٦٠ افغانۍ او د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ١٩٠ افغانۍ ده.

د پژواک خبري اژانس د اونيزو اقتصادي راپورونو  له مخې، د ١٣٨٤ کال د وري د مياشتې په ١١مه د يوې ٥٠ کيلويي بورۍ اوړو بيه په کابل ښار کې ٧٥٠ افغانۍ،د يوې بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٥٥٠ افغانۍ او د يوې پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې بيه ١٠٥٠ افغانۍ وه.

همدارنګه په ١٣٨٤ کال کې په کابل ښار کې د يوه پيپ کوره نور غوړيو بيه شاوخوا ١٩٠ افغانۍ، د يو کيلو اندونيزيايي شنه چاى بيه ١٢٠ افغانۍ او د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ١٤٠ افغانۍ وه.

فضل الرحمن وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په نړۍ کې د  ستراقتصاد لرونکي هېوادونه له اقتصادي بحران سره مخ شوي او دا کار ددې لامل شوى چې په نړۍ کې د خوراکي توکيو بيې لوړې شي.

دده په اند ، کال تر بله د توکيو بيې ځکه اوچتيږي ، چې د نړۍ د وګړيو شمير او ورسره  تقاضا لوړيږي ، خو د خوراکي توکيو د توليد په کچه کې دومره ډېروالى نه راځي .

هغه وايي چې ځينې کورني عوامل هم شته ، چې د توکيو د بيو د لوړېدو لامل شوي دي .

دده په وينا، څو کاله مخکې پر يو موټر وارداتي توکيو شل زره افغانۍ ټکس راته ، خو اوس دغه کچه شاوخوا ٨٠ زرو ته لوړه شوې ده .

دغه راز دى وايي چې د موټرو او په کابل ښار کې د هټيو کرايې هم د اتو کلونو په پرتله  شاوخوا پنځه برابره لوړې شوي او ورسره د توکيو بيې هم اوچتې شوې دي .

د سون توکيو بيې هم د تېرو شاوخوا شپږ نيمو کلونو په پرتله ٦٣،٥ سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تايمنيو د څلورلارې د تېلو د ټانک يو کارکوونکى محمد صديق وايي، چې نن يو لېتر پټرول په ٥٩ افغانۍ او يو ليتر ډېزل هم په ٥٩ افغانۍ پلوري.

خو په ١٣٨٤ کال کې په کابل کې يو ليتر ډېزل په شاوخوا ٢٦ افغانۍ او يو ليټر پټرول په شاوخوا ٢٤ افغانۍ پلورل کېدل .

شاوخوا شپږ نيم کاله مخکې  په کابل ښار کې يو کيلو ګاز په ٣٣ افغانۍ و، خو د تايمنيو د پروژې يو ګاز پلورونکى وايي، چې نن يو کيلو ګاز په ٥٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د قلاچې سيمې لرګي پلورونکى فضل محمد وايي، چې نن يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٣٠٠  افغانۍ او يو خروار پوست لرونکي بلوط لرګي په ٦١٠٠ افغانۍ دي.

خو د پژواک خبري اژانس د خپرو شويو راپورونو له مخې، د ١٣٨٤ کال د سلواغې په مياشت کې يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٤١٠٠ افغانۍ او پوست لرونکي بلوط لرګي په ٣٥٠٠ افغانۍ پلورل کېدل .

 

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکيو د رياست مشر انجنير فريد وايي،چې په نړيوالو بازارنو کې د سون د توکيو ( تېل او ګاز ) د بيو لوړېدل او ځينې کورني عوامل په افغانستان کې ددې توکيو د بيو د لوړېدو لامل شوي دي  .

هغه د عربي هېوادونو وروستۍ ګډوډۍ په نړيوال بازار کې د تېلو د بيو د لوړېدو لامل بولي.

شاوخوا اته مياشتې مخکې په تونس، مصر، ليبيا، بحرين، سوريه او يمن کې د حکومتونو ضد پراخ لاريونونه پيل شول، چې له امله يې تر اوسه د مصر ولسمشر محمد حسني مبارک ، د تونس ولسمشر زين العابدين بن علي او د ليبيا ولسمشر معمرالقضافي له واک څخه ګوښه شويدي .

انجنير فريد وايي چې د تېرو څوکلونو په پرتله د هېواد امنيتي وضعيت خراب شوې او  دې وضعيت د سون توکيو په بيو ځکه اغيز کړى، چې په لارو کې د سوداګرو موټر سوځول کيږي او د ناامنيو له امله د ترانسپورټي چوپړ لګښتونه هم لوړ شوي دي .

دى وايي چې د تېلو او ګاز د بيو په لوړېدو سره د سون د لرګيو بيې هم لوړې شوې دي .

د سرو زرو بيې په تېرو اتو کلونوکې ډېرې لوړې شوې دي .

د کابل ښار د مريم لېسې په بازار کې د سرو زرو يو سوداګر عبدالبصير وايي، چې نن په کابل ښار کې يو ګرام عربي سره زر په ٢٣٠٠ افغانۍ  او يو ګرام ايراني سره زر په ١٩٥٠ افغانۍ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ١٣٨٤ کال د وري په ١١مه ، يو ګرام عربي سره زر په ٦٥٠ افغانۍ او يو ګرام ايراني سره زر  په٥٣٠ افغانۍ وو.

د عبدالبصير په وينا، په نړيوال بازار کې د سروزرو د بيو لوړوالى  ددې لامل شوى، چې په کابل ښار کې هم د سروزرو بيه لوړه شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او د اقتصادي چارو پوه عبدالباقي بڼوال پژواک ته وويل ، په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو بيې ځکه لوړې شوي ، چې سره زر د اسعارو په توګه کارول کېږي .

بڼوال په نړيوالو بازارونو کې د بيو د لوړېدو تر څنګ په افغانستان کې د توکيو د تقاضا لوړېدل هم ددې لامل بولي ، چې د توکيو بيې لوړې شي .

هغه وايي ، په هېواد کې د تقاضا  ځکه لوړه شوې ، چې  په بېلابېلو برخو کې د کار د  اسانتياوو په رامنځته کېدو سره د خلکو عوايد ډېر شوي دي .

په تېرو اتو کلونو کې د افغانۍ بيه د ډالر په وړاندې نږدې په خپل حال پاتې ده، خو د پاکستانيو کلدارو پر وړاندې لوړه شوې ده .

د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو د اتحاديې د رييس محمد امين خوستي د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٤٧،٧٠ افغانۍ او ١٠٠٠ پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٤ افغانۍ پېرل کيږي.

خو د ١٣٨٤ کال د وري په ١١مه په کابل ښار کې يو امريکايي ډالر په ٤٩ افغانۍ  او ١٠٠٠ پاکستانۍ کلدارې په ٨٢١ افغانۍ پېرل کېدې .