کابل(پژواک٢٧ تله٩٠):د اسيايي پراختيا بانک له افغانستان سره د ١٤٥کيلومټره سړکونو د جوړولو او د اوسپنې پټلۍ د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو لپاره ٢٢٢ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي .
ددې مرستې هوکړه نن د (تلې په ٢٧ مه ) د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او په افغانستان کې د اسيايي پراختيا بانک مشر رابرت رينکر (Robert Rinker) ترمنځ لاسليک شوه .
ده وويل ، چې په دې پيسو به له کابل څخه د ننګرهار تر مرکز جلال اباد پورې د دويم سړک ٥٠ کيلومتره ، د پروان له جبل السراج ولسوالۍ د کاپيسا تر نجراب ولسوالۍ د سړک ٥١ کيلومتره او د بدخشان له مرکز فيض اباد څخه ددې ولايت تر بهارک ولسوالۍد غځېدلي سړک ٤٤ کيلومتره په پاخه او اساسي ډول جوړ شي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادې مرستې ١٨٩ ميليونه به ددې سړکونو پر جوړولو ولګول شي او پر پاتې ٣٣ ميليونو به يې په افغانستان کې د اوسپنې د پټلۍ خپلواکه اداره جوړه شي .
ده وويل چې ياده اداره به د فوايد عامې وزارت په چوکاټ کې جوړه شي او دغه اداره به د اوسپنې پټلۍ اړوند ټولې چارې پرمخ بيايي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې ، ژر به له کابل څخه د بلخ تر مرکز مزارشريف او له کابل څخه د ننګرهار ولايت تر تورخم بندره د رېل د پټلۍ کار پيل شي .
دا مهال له مزار څخه د حيرتان تر بندره د ٧٥ کيلومترو په اوږدوالي د رېل پټلۍ شتون لري، چې د اسيايي پراختيا بانک په مرسته جوړه شوې ده .
د فوايد عامې وزارت مالي او اداري مرستيال انجنير احمدشاه وحيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د خپلواکې ادارې د رامنځته کولو په موخه يو کمېسيون په کار پېل کړى دى .د هغه په وينا، د ولسمشر حامدکرزي د اقتصادي سلاکار شاه لال بتيجا په مشرۍ دغه کمېسيون چې د فوايد عامې ، ماليې ، اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو استازي په کې ګډون لري ، د يادې ادارې پر ميکانيزم کار کوي .
وحيد هيله وښوده ، چې ياد شوى کمېسيون به ډېر ژر دغه ميکانيزم جوړ او اداره به رامنځته شي .
د اسيايي پراختيا بانک عملياتي مرستيال شياو ژاو (Xiaou Zhao) وويل چې د يوه هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړينه ده ، چې لومړى بايد د سړکونو بنسټونه جوړ شي .
هغه له افغانستان سره د اسيايي پراختيا بانک د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل ، خوښ دى، چې د ياد شوي بانک په استازيتوب نن د يادې مرستې د تړون په پروګرام کې ګډون کوي .
د ماليې وزير زاخېلوال وايي چې ياد شوي بانک په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره د شاوخوا ٢،٢ ميليارده امريکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده .
دى وايي چې دې بانک تر اوسه له يادې ژمنې څخه څه باندې ١،٧ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې ده .
هغه وويل چې ددې بانک مرستې ځکه د افغانستان لپاره د نورو مرستندويانو په پرتله د اهميت وړ دي، چې د دې بانک ډېرې مرستې د افغانستان د بوديجې له لارې لګول کېږي .