جلال اباد (پژواک ٢٧ تله ٩٠): په هېواد کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو درې اکمالاتي موټر وسوځول شول.
يادې شوې پېښې نن د تلې په ٢٧مه، د کابل – جلال اباد پر لويه لاره او د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
د کابل د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د ماهيپر او نغلو په سيمو کې د بهرنيو ځواکونو د تېلو دوه ټانکر سوځول شوي دي.
هغه زياته کړه، کله چې د دوى يو پلاوى سيمې ته ورسېد، نو پر سوځول شويو موټرو يې د مرمو نښې ونه ليدې.
د ولسوال په وينا، موټر چلوونکو په خپله دغو موټرو ته اور اچولى دى.
د لغمان د الينګار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ادم خان پژواک ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ د ورنټا په سيمه کې ناپېژاندو وسلوالو د بهرنيو ځواکونو يو اکمالاتي کانټينر موټر سوځولى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ماهيپر او نغلو له پېښو ناخبري وښوده؛ خو د الينګار د سوځونې مسووليت يې پر غاړه واخيست.