Language

پنځه  وسلوال د ماين ايښودنې پرمهال ووژل شول

ميدان ښار ( پژواک  ٢٧ تله  ٩٠) : د ميدان وردګو ولايت  په سيداباد ولسوالۍ کې پنځه   وسلوال د ماين ايښودنې پرمهال ووژل شول.

 د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد  دتلې په ٢٧ مه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د وسلوالو مخالفينو يوه ګروپ غوښتل ، چې د سيداباد ولسوالۍ د لوړې په سيمه کې  پرلويه لار  ماينونه ځاى پرځاى کړي ، چې د ايساف په بريد کې له منځه  يوړل شول.

 د شاهد په وينا،  په وژل شويو  مخالفينو کې د سيداباد دلوړې اوسېدونکي،محمدغني او روح الله ،دمنګليو اوسېدونکى ذبيح الله او د بابرخېلو اوسېدونکي  محمدايوب او فيض جمال  شامل دي.

 د هغه  په وينا، ددې  وژل شويو جسدونه د سيداباد د سلطان خېلو کمپ ته راوړل شوي  او د ملي اردو لخوا د سيمې اوسېدونکيو ته سپارل شوي دي.

 شاهد زياته کړه  چې  له وژل شويو کسانو څخه يو شمېر وسلې ، مهمات او جنګي لوازم هم دايساف ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 د سيداباد ولسوال ډاکټر مسلم  له  پژواک سره  په خبرو کې له  دې پېښې ناخبري وښوده .

د طالبانو وياند ذبيح  الله مجاهد  پژواک  ته په دې سيمه  کې د ناټو لخوا شوى بريد تاييد  ، خو زياته يې کړه چې په دې بريد کې ددوى ملګري نه ، بلکې  ملکي وګړي وژل شوي   دي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.