Language

په شمال کې د وسلو ټولولو پروسه له ټکني توب سره مخ ده

مزارشريف (پژواك ٢٧ تله ٩٠): په شمال كې د شته ناامنيو او د غير مسوولو وسلوالو  ډلو د نه همكارۍ له امله د وسلې ټولولو پروسه له ټكني توب سره مخ ده.

 دغه څرګندونې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ كې د شمال زون د وسلې ټولولو پروسې (ډاياګ) مسوول بريد جنرال عبدالمنان د تلې په ۲۷مه، له ۲۰۹ شاهين قول اردو څخه د سلګونو ميله وسلو د اخيستنې پر مهال خبريالانو ته وكړې.

 نوموړي د پژواك خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، چې كه څه هم په شمال كې د تېرو پنځو كلونو په ترڅ كې زرګونه ميله غير قانوني وسله ټوله شوې؛ خو لا هم د دغې پروسې پر وړاندې ځينې ستونزې شته دي.

 د هغه په وينا، په دغه زون كې ناامني او د غير مسوولو وسلوالو باڼد ګروپونو د نه همكاري له امله دوى په سمه توګه خپله پروسه پر مخ نه شي وړلى.

 جنرال منان وويل، چې نن شاهين قول اردو ۵۶۵ميله بېلا بېل ډوله سپكه او درنه وسله وسپارله.

 نوموړي زياته كړه، چې دغه وسلې د شمال له بېلا بېلو ولايتونو څخه د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو تر لاسه شوې دي.

 د هغه په وينا ، ۲۰۶ميله له فارياب ولايت، ۱۰۹ ميله وسله له سرپل، ۱۶۵ميله له بلخ ولايت،  ۷۶ميله له جوزجان او ۱۶ميله له سمنګان ولايت څخه ټوله شوې او دوى ته وسپارل شوه.

 جنرال منان وويل، چې په شمال كې ۵۰۰ غير مسوول وسلوالو بانډونو شتون درلود، چې د وسلې ټولونې له پيله تر دې مه يې ۱۸۵ بې وسلې شوې دي.

 نوموړي زياته كړه، چې دوى ۹۱۲۸ميله بېلا بېل ډوله سپكې او درنې وسلې ټولې كړې دي؛ خو په دې اړه يې معلومات نه درلودل، چې څومره به لا هم پاتې وي.

 د هغه په وينا، په همدې ترڅ كې په فارياب او جوزجان ولايتونو كې پنځه پنځه، په سمنګان او سرپل ولايتونو كې درې درې او په بلخ ولايت كې دوه ولسوالۍ د سولې په نامه نومول شوې او ټوله غير قانوني وسله يې ټوله شوې ده.

 تېره اونې هم د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ ۲۲ميله بېلا بېل ډوله وسله د وسلې ټولونې پروسې ته وسپارله.