ميدان ښار ( پژواک ٢٨ تله ٩٠): د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو يو سرګروپ ووژل شو.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوى تن قاري عين الله نومېده او په سيمه کې دطالبانو دمشهور قوماندان سيف الرحمن مرستيال و.
هغه وويل چې بيګا شپه نهه بجې دجلرېز ولسوالۍ په اسماعيل خېلو کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو تر منخ نيم ساعت نښته وشوه ، چې په پايله کې يې قاري عين الله ووژل شو.
د شاهد په وينا، د قاري عين الله جسد دنښتې په ځاى کې پاتې و، چې وروسته دسيمې خلکو ته وسپارل شو.
شاهد زياته کړه چې په دې نښته کې سيمه ييزو پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
دنعمت الله په نوم دسيمې يو تن اوسېدونکي له پژواک سره په خبرو کې دقاري عين الله وژنه تاييد کړه او ويې ويل چې دسيمې خلکو نن هغه خاورو ته وسپاره .
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهدله پژواک سره په خبرو کې دجلريز په اسماعيل خېلو کې بيګانۍ نښته تاييد کړه ، خو دمرګ ژوبلې په اړه يې ناخبري وښوده
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP