کابل (پژواک ٢٨ تله ٩٠): د اوسپنې پټلۍ له لارې له ترکمنستان سره د افغانستان د نښلولو په موخه له مزارشريف څخه د فارياب تر اقينې بندر پورې د ٢٢٠ کيلومټرو په اوږدوالي د رېل پټلۍ د تخنيکې څېړنو لپاره شپږو نړيوالو کمپنو وړانديزونه کړي دي .
دغه څرګندونې د فوايد عامې وزارت مالي او اداري مرستيال انجنير احمدشاه وحيد د تلې په ٢٨ مه ، پژواک خبري اژانس ته وکړې .
هغه وويل چې شاوخوا يوه مياشت مخکې دافغانستان د فوايد عامې وزارت له اقتصاد وزارت سره په ګډه د دې پروژې د داوطلبۍ اعلان کړى و .
دى وايي چې تر اوسه يو امريکايي ، يوه بنګله دېشي ، يوه قزاقستاني او درېيو ايراني او افغاني ګډو شرکتونو ددې پروژې لپاره وړانديزونه دې وزارت ته ورکړي دي .
هغه وايي چې په راتلونکيو دوو مياشتو کې به د وړانديزونو تر ارزونې وروسته له يادو شرکتونو څخه غوره شرکت سره د اوسپنې ددې پټلۍ د تخنيکي څېړنو تړون لاسليک شي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې د اوسپنې د يادې پټلۍ د تخنيکي څېړنې لپاره شاوخوا ١،٥ ميليون امريکايي ډالرو ته اړتيا ده .
دى وايي چې ددې پروژې د لګښت لپاره پنځه سوه زره امريکايي ډالره د وزارت په بوديجه کې ځانګړي شوي او په پام کې ده چې پاتې نور يې اسيايي پراختيا بانک ورکړي .
دغه راز هغه زياته کړه چې يادې تخنيکې څېړنې به شاوخوا شپږ مياشتې وخت واخلي .
دى وايي چې تر دې وروسته د رېل پټلۍ د غځولو د تدارکاتو لپاره هڅې پيل شي
وحيد وايي چې له مزارشريف څخه د فارياب تر اقينې بندر پورې د رېل د پټلۍ پر غځولو به شاوخو ا ٣٥٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي .
د سرچينې د څرګندونو له مخې، ترکمنستان ژمنه کړې چې د فارياب له اقينې بندر څخه د دې ولايت تر اندخوى پورې به د ٣٥ کيلومتره پټلۍ د غځولو لګښت ورکړي .
ده وويل چې که چېرې بهرنۍ مرستندويه سرچينې خپلې مرستې وکړي نو د افغانستان حکومت په پام کې لري چې په راتلونکيو درې نيمو کلونو کې افغانستان د کندوز د شيرخان بندر له لارې له تاجکستان او د فارياب د اقينې بندر له لارې له ترکمنستان سره د اوسپنې د پټلۍ له لارې ونښلوي .
د يادونې ده چې تېره ورځ اسيايي پراختيا بانک د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو په موخه ٣٣ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړه
دغه راز د معادنو وزارت ويلي چې په نږدې راتلونکې کې به له کابل څخه تر مزاره او له کابل څخه په ننګرهار کې د تورخم تر بندره د رېل پټلۍ تخنيکي مطالعات پيل شي .
څلور مياشتې مخکې له مزارشريف تر حيرتان بندره د رېل ٧٥ کيلومتره پټلۍ وغځول شوه،چې افغانستان يې له ازبکستان سره نښلولى دى .
وحيد وايي چې ددې پټلۍ د حفظ او مراقبت تړون له يوې ازبکي شرکت سره لاسليک شوى او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي