کابل (پژواک ٢٨ تله ٩٠): د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه هڅوونکي وبلل.
کلنټن په يو نا اعلان شوي سفر، له افغان دولتي چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلې ده.
کلنټن نن له غرمې وړاندې په کابل کې د امريکا په سفارت کې، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د مشرې سيما ثمر او د کابل پوهنتون د رييس پوهاند حميدالله امين سربېره د مدني ټولنې له استازو او د ښځو د حقونو له يو شمېر فعالينو سره په خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې شوي پرمختګونه بايد جاري وساتل شي.
هغې د يادو پرمختګونو په اړه له نورو څرګندونو پرته زياته کړه: ((د شويو پرمختګونو د جاري ساتلو لپاره اړينه ده، چې د هېوادونو ترمنځ رضايت او توافق موجود وي، چې تاسو په راتلونکې کې څه غواړئ او دا زما له نظره يوه مهمه مسئله ده.))
د خپرو شويو راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره له افغان ولسمشر حامد کرزي او ځينو نورو دولتي چارواکو سره هم وګوري.
امريکايي چارواکو ويلي، چې کلنټن غواړي افغانانو ته ډاډ ورکړي، چې امريکا له افغانستان سره د اوږدمهالو مرستو په برخه کې ژمنه ده.
د راپورونو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزيره به افغان چارواکي وهڅوي، څو له طالبانو سره د پخلاينې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي