ميدان ښار (پژواک ٢٨ تله ٩٠): د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار اړوند د شهيد داوود خان مېنې ۴۰۰ کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې.
د دې مېنې د ۴۰۰ کورنو لپاره د افغانستان برېښنا شرکت د ٥،٤ ميليونه افغانيو په لګښت برېښنا کوټ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د داوود خان مېنې ياد شمېر کورنو ته د برېښنا پرانيستنې په مراسمو کې د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي په خپلو خبرو کې برېښنا د سيمې د اوسېدونکو لپاره ارزښتمنه وبلله او زياته يې کړه، چې دوه کاله مخکې يې ١،٦ ميګاواټه برېښنا له کابل څخه ميدان وردګو ولايت ته وغځوله او په دغه ولايت کې يې ۳ برېښنا کوټونه فعال کړل.
د هغه په وينا، دغه څلورم برېښنا کوټ دى، چې نن پرانيستل شو او له دغه ځاى څخه به په راتلونکې کې د ميدان ښار اړوند ابراهيم خېلو، اول خېلو، فولاد خان، ده افغانان او زمان خېلو کليو ته هم برېښنا ورکړل شي.
د افغانستان برېښنا شرکت مرستيال عبدالمالک وويل، دغه شرکت په پلان کې لري، چې د ميدان ښار پاتې سيمو ته هم برېښنا وغځوي.
له کابل څخه ميدان ښار ته د برېښنا شبکه په لومړي ځل د ١٣٨٨چنګاښ په ١٥مه وغځول شوه.
هماغه مهال د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير اسماعيل خان ويلي وو، چې څلوېښت کاله مخکې د دغه ولايت د چک د برېښنا له بند څخه کابل ته برېښنا ورکړل شوې وه، خو کله چې د جګړو له امله هغه بند ويجاړ شو، نو اوس دوى د ازبکستان برېښنا له کابل څخه د دغه ولايت مرکز ته وغځوله.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس محمد حضرت جانان هم په دغو مراسمو د نوموړې مېنې پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې د رغنيزو او ټولګټو پروژو په ساتنه کې دې خپل رښتينى مسووليت ادا کړي.
تر اوسه د دغه ولايت دولتي او نا دولتي ادارو او څه د پاسه ۱۵۰۰ کورنو ته برېښنا ورکړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP