هرات(پژواک ٢٨تله ٩٠): د طالبانو يو نومول شوى قاضي،چې يوه مياشت مخکې د هرات د پوليسو له لوري نيول شوى و، ددې ولايت د داخلي او خارجي جرمونو پر وړاندې د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، په ٢٠کله بند محکوم شو.
د هرات د ښاري لومړنۍ محکمې د ديوان رييس عبدالرزاق نجرابي پژواک ته وويل،چې په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو نومول شوى قاضي ملامحمداسلم د دولت په وړاندې د سازمان شويو او په غيرقانوني فعاليتونو محکوم شوى دى.
هغه زياته کړه : ((د موجودو مدارکو پربنسټ،ملامحمد اسلم د طالبانو له يوې ډلې سره چې د عبدالله چرسي په مشرۍ په پښتون زرغون ولسوالۍ کې فعاليت لري د قاضي په توګه مرسته کوله او حکمونه يې صادرول.))
د نجرابي په وينا، تراوسه داسې مدارک چې ايا دطالبانو دې قاضي د چا د قتل حکم صادر کړى،نه دي ترلاسه شوي، خو هغه د عشر اوزکات او د خلکو د نقدې جريمه کولو په اړه حکمونه صادر کړي دي.
د هرات د لومړنۍ محکمې د کورنيو او بهرنيو جرمونو پر وړاندې دديوان رييس زياته کړه،چې ٦٠کلن ملامحمداسلم د قضايي هيئت پر وړاندې د طالبانو د قاضي په توګه يې د خپلو فعاليتونو په اړه پښيماني ښودلې ده.
عبدالرزاق نجرابي وويل: ((قضايي هئيت د ملااسلم د لوړ عمر او پښيمانۍ په پام کې نيولو سره هغه په ٢٠کله بند محکوم کړ.))
همدارنګه قاضي نجرابي څرګنده کړه،چې ددې حکم له صادريدو سره سم د عبدالله چرسي د ډلې يو بل غړى هم د دولت په وړاندې د وسلوالو فعاليتونو په موخه په ١٦کاله بند محکوم شو.
د هرات د لومړنۍ ښاري محکمې د کورنيو او بهرنيو جرمونو په وړاندې دديوان رييس وويل،چې دا پرېکړه وروستۍ او قطعي نه ده او محکوم کسان کولاى شي،څو د استيناف غوښتنه وکړي.
د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نيکزاد هم د هرات محکمې ددې پريکړې څخه په هرکلي وويل،چې ددې حکم صادرول کولاى شي، څو د عدالت د پلي کيدو او د ورته فعاليتونو د مخنيوي لپاره اغيزمن تمام شي.
هغه زياته کړه،چې دا دوه کسان شاوخوا يوه مياشت وړاندې دهرات د امنيه قوماندانۍ د تروريزم پر وړاندې مديريت د کارکوونکيو له لوري دهرات ښار له مرکز او پښتون زرغون ولسوالۍ څخه نيول شوي و.
د پښتون زرغون ولسوالۍ د هرات له غټو ولسواليو څخه شميرل کيږي چې د هرات ښار خيتځ لور ته په ٥٠کيلومترۍ کې موقعيت لري.
دا ولسوالۍ په دوو تيرو کلونو کې د دولت د وسلوالو مخالفينو په ځانګړې توګه د طالبانو د فعاليتونو شاهد و.