Language

د ايساف په هوايي بريد کې ١٩ وسلوال طالبان وژل شوي

کلات (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د زابل ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د پرون ورځې د ایساف د هوايي ځواکونو په برید کې ١٩ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د شهرصفا ولسوال ښادي خان د تلې په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه برید وړمه شپه د دغې ولسوالۍ د مرکز شمال لور ته د ملیزو او خاتونک په سیمه ترسره شوى دى.

نوموړي زیاته کړه، چې یوې ډلې وسلوالو طالبانو غوښتل په سیمه کې پر یوې امنیتي پوسته برید وکړي، چې د ایساف تر هوايي برید لاندې راغلل.

د هغه په وينا، د کره معلوماتو پر بنسټ، په برید کې د طالبانو د دغې ډلې د قوماندان حقمل په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي او یو ټپي دی.

د ده په خبره، چې په وژل شویو کې یو پاکستانی وګړی، چې د بلوچستان ایالت اوسېدونکی دی، هم شامل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسوال تېره ورځ پژواک اژانس ته ویلي وو، چې په دغه برید کې یوولس وسلوال طالبان وژل شوي، پنځه موټرسایکلونه، ۲میله پيکا، درې مخابرې، ۲ کلاشينکوفونه، درې ار پي جي راکټونه او یو شمېر نور مهمات هم امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

ایساف ځواکونو هم تېره ورځ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه عملیات تایید کړي وو.

په خبر پاڼه کې راغلي وو، چې د دوى په هوايي برید کې ګڼ شمېر وسلوال مخالفین وژل شوي او په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د شهرصفا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سردار محمد پژواک اژانس ته وویل، چې د وژل شویو له ډلې ډېرى یې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وو او تېره ورځ د شهرصفا په يو شمېر کلیو کې خاورو ته وسپارل شول.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دولت او ایساف د دغو ادعاګانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د دوى وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي، چې په شاه جوى او سيوري ولسواليو کې يې کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.