Language

د بلخ مرستيال والي: په سجاديه ښارګوټي کې شريک نه يم

مزارشريف (پژواك۳۰ تله ۹۰): د بلخ د والي مرستيال وايي، چې نه په سجاديه ښارګوټي كې شريك دى او نه هم د دغه ښارګوټي پر سر د تېرې ورځې په پېښه كې لاس لري.

 پرون ماسپښين د مزارشريف ښار ختيځ لور ته د سجاديې ښار ګوټي اوسېدونكو د يوه لاريون په ترڅ كې، د دغه ښارګوټي د مسوول غلام رسول تر څنګ د بلخ د والي پر مرستيال محمد ظاهر وحدت باندې هم تور ولګاوه، چې خپلې اخيستل شوې ځمكې بيا ورباندې پلوري.

 د بلخ د والي مرستيال ظاهر وحدت د تلې په ۳۰مه، په يوه خبري ناسته كې وويل، چې په سجاديه ښارګوټي په لانجه كې پرته له دې، چې د دولت د يوه مامور په توګه په كې دخيل وي، نور يې په كې لاسوهنه نه ده كړې.

 نوموړي زياته کړه: ((دغه ښارګوټى دولتي نه، بلكې شخصي ځمكه وه، چې د حامد كرزي له دورې مخكې د يوه جهادي قوماندان لخوا د همدې ښارګوټي په اوسنيو اوسېدونكو پلورل شوې وه؛ خو د پلورلو پر مهال يې نه د ځمكې له اصلي څښتنانو سره سلا شوې وه او نه هم دولت ته خبر كړل شوى و.))

 د والي مرستيال وويل، چې د ځمكې مالكانو سره د سترې محكمې پر امر سربېره د بلخ ولايت د اداري مجلس امر هم شته، چې بايد ځمكه ورته وسپارل شي.

 نوموړي زياته كړه چې له ډېرو لانجو وروسته، د غلام رسول په نوم كس د سجاديې ښارګوټي ځمكه له اصلي مالكانو واخيسته او اوس يې بېرته پر همدغو اوسېدونکو پلوري.

 د سجاديې ښارګوټي اوسېدونكي محمد محسن پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښارګوټى له تېرو اوو كلونو راهيسې جوړ شوى، چې غلام رسول اوس غواړي د دويم ځل لپاره پر دوى متر په شل امريكايي ډالر وپلوري.

 نوموړي زياته كړه، چې غلام رسول په ښارګوټي كې د سجاديه ښارګوټي په نوم دفتر لري او خلك د همدې دفتر له لارې مجبوروي، چې خپلې ځمكې بيا له سره وپېري.

 هغه زياته کړه: ((لاريون كوونكو د همدې دفتر د تړلو په موخه لاريون پيل كړ او د دفتر په لور وخوځېدل؛ خو غلام رسول د دفتر بام ته وخوت او پر لاريون كوونكو يې ډزې وكړې.))

 يوه بل لاريون كوونكي سليم باى پژواك ته وويل، چې ده په دغه ښارګوټي كې اووه كاله مخكې ۴۲۰ متر مربع ځمكه اخيستې وه، چې د بانك سند هم په لاس كې لري؛ خو اوس يې د بلخ والي د مرستيال په مرسته غلام رسول مجبوروي، چې دغه ځمكه يو ځل بيا په پيسو واخلي.

 خو د سجاديه ښارګوټي مسوول غلام رسول د لاريون كوونكو ادعاوې بې بنسټه وبللې او زياته يې كړه، چې دى هڅه كوي، دغه ښارګوټي ته، چې اوسېدونكو غصب كړى، قانوني بڼه وركړي.

 نوموړي پر لاريون كوونكو د ډزو په اړه وويل، چې دى مجبور شو، چې د ځان ساتنې په موخه ډزې وكړي.

 د يادونې وړ ده، چې په پروني لاريون کې، چې په ترڅ کې يې پوليسو هم د لاريون کوونکو د خورولو په موخه ډزې وکړې، دوه لاريون كوونكي وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

 ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې په ياد شوي لاريون کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.