Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چاريکار(پژواک ٣٠ تله ٩٠): ناپېژانده وسلوالو د بګرام هوايي ډګر دوه افغان کارکوونکي د چاريکارو په ښار کې ووژل.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال شېراحمد ملداني نن (د تلې ٣٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېر ماښام د چاريکارو ښار د سيماى افغانها په سيمه کې ووژل شول.

د هغه په وينا، ياد کسان هغه مهال ووژل شول، چې د خپل مياشتني معاش له اخيستو وروسته د خپلو کورونو پر لور روان وو.

ملداني زياته کړه، چې وسلوالو دغه دوه تنه له موټر څخه ښکته کړي، پيسې ترې اخيستې او وروسته يې وژلي دي.

نوموړي څرګنده کړه، چې ښايي دغه کسان د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي وي، خو تر اوسه د دې وژنې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي

د پروان د ولايتي روغتون رييس ډاکتر خليل الله فرهنګي پژواک ته وويل، چې روغتون ته تېر ماښام يو مړى او يو ټپي وروړل شوى دى.

د هغه په وينا، دغه دوه تنه په ډزو لګېدلي و او ټپي هم روغتون ته تر لېږدولو وروسته ساه ورکړه.

د سيمې يوه اسېدونکي عبدالجميل پژواک ته وويل: ((درېيو تنو موټر ودراوه او د ټولو مسافرو په منځ کې يې دغه دوه کسان ښکته کړل.))

هغه زياته کړه، وسلوالو وروسته له هغو پيسې واخيستې او بيا يې ډزې پرې وکړې او له سيمې وتښتېدل.

دوه اونۍ وړاندې هم د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې يو ښوونکى د ناپېژانده وسلوالو له لوري وژل شوى و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.