Language

لښکرګاه (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د هلمند د خانشين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ پر لويه لار د شخصي امنيتي كمپنيو ساتونكي په وسلوالو غلاوو کې لاس لري او خلك لوټوي.

 د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونكي بلو اكا د تلې په ٣٠مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په لويه لار يواځې د امنيتي كمپنيو ساتونكي پراته دي او غلاوې هم د همدوى له خوا كېږي.

 د ده په باور، چې د امنيتي كمپنيو ساتونكي په كرولا موټرو كې په لاره ولاړ وي او هېڅوك هم نه شي ورڅخه تېرېدلاى.

 د محمد قاسم په نوم يوه چلوونکي هم پژواك ته وويل، چې په دغې لاره کې نور څوك ځكه غلا نه شي كولاى؛ چې په سيمه كې امنيت دى او د همدغو كمپنيو له ساتونکو پرته بل څوك وسله هم نه شي ګرځولاى.

 دى وايي، څو ورځې وړاندې، چې يوه ناروغه ښځه هم ورسره وه، له خپل زوى سره د درملنې په موخه لښكرګاه ښار ته روان وو، چې په لاره کې غله ورباندې پېښ شول، پيسې يې ورنه واخيستې او تش جيبونه يې پرېښودل.

 دغو كسانو زياته کړه، چې له دولت څخه نور څه نه غواړي، دغه غله دې ورک کړي؛ ځكه داسې خلک هم شته، چې د کور لپاره د سودا اخيستو په موخه ښار ته روان وي، په لاره کې يې غله وشکوي او خالي لاس بېرته خپلو کورونو ته ځي.

 د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار هم دا خبره مني، چې ګواكې د سنګين او لښكرګاه پر لويه لار د امنيتي كمپينو د ساتونکو له خوا خلك په عذاب شوي دي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، څو-څو ځلې د دغې سيمې د خلكو له خوا ورته په دې اړه شکايت شوى، چې د امنيتي كمپنيو د ساتونکو له خوا په لويه لاره کې ورته ستونزې جوړيږي او له خلكو غلاوې كوي، خو زياتوي، چې په دې اړه يې د خانشين او ګرمسېر ولسواليو له امنيه قومندانانو سره خبرې كړې، څو د دې ستونزو مخه ونيسي.

 له وسلوالو غلاوو څخه د خانشين خلك په داسې حال كې شكايت كوي، چې تېره ورځ په لښكرګاه پورې تړلې ختيځ ته په لښكري بازار سيمه كې خلكو د وسلوالو غلاوو د پېښو ډېرېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.

 لاريون کوونکو خپل هغه مړى د ولايت مخې ته راوړى وو، چې ويل يې، د غلو له خوا په خپل كور كې وژل شوى دى.