ګردېز (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د پکتيا ولايت مقام،په پوهنتون کې د رامنځته شوې شخړې د هوارۍ په موخه يو کمېسيون ټاکلى دى.
دوه ورځې مخکې په ګردېز کې د پکتيا پوهنتون د محصلينو د دوو ډلو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې يې د ملي امنيت موظفينو مداخله وکړه، وروسته نښته رامنځته شوه او له امله يې اوه محصلين ټپي شول.
د پکتيا د والي مرستيال عبدالرحمن منګل د تلې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پکتيا پوهنتون کې د محصلينو د دوو ډلو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه، چې د ولايت مقام د دې شخړې د هوارولو او په اړه يې د څېړنو په موخه کمېسيون ټاکلى دى.
د منګل په وينا، په دغه کمېسيون کې د ولايت مقام، امنيتي ارګانونه، د پوهنتون اداره، ولايتي شورا او د قومي مخورو استازي شامل دي.
د ولايت مرستيال وايي، د محصلينو د دوو ډلو تر منځ د مشر ټاکلو پر سر لانجه تر وهلو ټکولو ورسېده او امنيتي ارګانونه اړه شول، څو د دوى تر منځ مداخله وکړي.
د ولايت مقام له خوا د ټاکل شوي پلاوي يوه غړي او د ولايتي شورا وکيل محمد لايق منګل وويل، چې د دغې لانجې تر هوارۍ وروسته به په دغه پوهنتون کې د ولس په خوښه د يوه مثبت بدلون د راوستو هڅه وکړي.
هغه زياته کړه، چې ټوله ستونزه د ادارې په کمزورتيا دلالت کوي؛ ځکه دا ستونزه بايد لا له مخکې حل شوې واى.
په دې وروستيو کې په پکتيا پوهنتون کې دا ډول ستونزې وروسته له هغه پيدا شوې، چې په پېښور کې د اريانا په نوم يو خصوصي پوهنتون له ګردېز پوهنتون سره يوځاى شو.
د دغه پوهنتون يوه محصل، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، هغه مهال چې اريانا پوهنتون په پېښور کې و، نو د دغه پوهنتون محصلينو به ځان ته يو استازى ټاکه.
د هغه په وينا، دوى اوس هڅه کوي، چې د پکتيا په پوهنتون کې دغسې يو کار وکړي، خو د دغه پوهنتون محصلين دغه نه غواړي وشي، چې له امله يې شخړه رامنځته شوه.
دا ستونزه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې پنځه مياشتې مخکې د پکتيا پوهنتون استادانو، په دې اړه، چې په پوهنتون کې ستونزې دي او بايد په اداره کې يې بدلون راشي، درسي اعتصاب کړى و.
له هماغې ورځې چې د پکتيا پوهنتون د محصلينو ترمنځ شخړه رامنځته شوې، پژواک هڅه کوي څو د دغه پوهنتون د رييس عبيدالله پريار نظر واخلي، خو نوموړى په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP