Language

روسيې په شانګهاى سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړ وکړ

کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وايي، چې روسیه د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړ کوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابلوف نن د ارګ په ماڼۍ کې له جمهور ريیس حامد کرزي سره په کتنه کې دا خبره وکړه.

د شانګهاى سازمان په ۲۰۰۱ زېږديز كال د جون په ۱۵مه، رامنځ ته شو چې روسيه، چين، ازبكستان، قزاقستان، تاجكستان او قرغزستان يې غړي دي.

همداراز مغولستان، ايران، هند او پاكستان د څارونکو او ترکمنستان او افغانستان د مېلمه هېوادونو په توګه يې په غونډو کې ګډون کوي.

دغه سازمان په خپلې وروستۍ او د تېر كال په غونډو کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتي و، ترڅو په غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون وکړي.

خبرپاڼه زياتوي چې ولسمشر کرزي او کابلوف، همداراز په دې کتنه کې د افغانستان د کور جوړولو د فابريکي او د افسوټر په نوم د دولتي ترانسپورټي شرکت د بیارغونې او د منځنۍ اسیا له لارې سوېلي اسیا ته د برېښنا د لېږدولو پر پروژو خبرې وکړې.

سرچينه ليکي چې دواړو لوريو، د افغانستان په اړه په استانبول کې د جوړېدونکي کنفرانس په هکله هم خبرې وکړې او په دې اړه یې د سیمې د هېوادونو پر ګډون او همکارۍ ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د روسیې ځانګړي استازي وويل، چې په څو راتلونکو ورځو کې به يې هېواد افغانستان ته ۳زره ټنه غنم د مرستې په توګه راولېږي.

په خبرپاڼه کې د کابلوف په حواله راغلي چې روسيه چمتو ده، په افغانستان کې د بیارغونې او پانګونې په برخو کې خپلې همکارۍ زياتې کړي.