Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د باښو نسل د ورکېدو په حال کې دى

مهترلام (پژواک٣٠ تله٩٠): پنځه اويا کلن محمد انور د باښې له سره کوچنۍ خولۍ لرې کړه، پر سر يې ورته لاس را تېر کړ او بيا يې وويل: ((بوډا شوم خو د باښه وانۍ شوق مې لا ځوان دى.))

دا يواځې محمد انور نه دى چې له ماشوموالي له باښه وانۍ سره شوق لري، دغه ذوق په لغمان کې لسګونه تنه پالي او همدې مينې د باښې (يوه ډول ښکاري مرغه) نسل له منځه تلو سره مخ کړى دى.

که څه هم ولسمشر حامد کرزي، د يوه فرمان له مخې ښکار منع کړى دى؛ خو د نورو ډېرو فرمانونو په څېر دا هم يواځې د کاغذ پر مخ پاتې دى.

محمد انور، چې د لغمان د مرکز مهترلام اړوند د بصرام کلي اوسېدونکى دى، باښه په لاس ګرځي.

هغه د دغه مرغه په اړه ډېرې تجربې لري او وايي، چې دغه وحشي مرغه په اتو ورځو کې بلدېږي.

د نوموړي په وينا، دوى چې کله باښه ونيسي، نو سترګې ورته ګنډي، تر شپږو ورځو يې سترګې ګڼدلې وي او بيا چې کله پرانېستل شي، نو بلده وي.

هغه وويل چې که د باښې سترګې ونه ګنډل شي، نه بلدېږي او چې ښکار پسې يې خوشې کړې، نو بيا نه راګرځي.

د انور د څرګندونو له مخې، دوى چې کله د باښې سترګې پرانېزي، نو يوه وړه مرغۍ (چې پيش پر يې بولي) ورته خوشې کوي او هغه يې په خپلو پنجو کې نيسي او دا عمليه څو ځلې تکرارېږي او په دې توګه باښه ښکار ته چمتو کېږي.

 محمد انور وايي چې باښه تور، سپين، سور، زېړ او برګ رنګونه لري او شاوخوا لس کاله عمر کوي، چې له يو کلنۍ څخه تر اووه کلنۍ پورې د ښکار توان لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ښکاريان په مني او پسرلي کې په ځانګړو جالونو باښې نيسي او بيا يې له ٢٠٠ افغانيو څخه تر ٧٠٠٠ افغانيو پلوري.))

 محمد حنيف د باښو يو بل شوقي دى؛ دى چې د مهترلام اوسېدونکى دى، وايي چې له ٢٥ کالو راهيسې د باښو ښکار کوي.

هغه زياتوي، چې دوى د باښو د نيولو لپاره دښتو کې جالونه دروي او بيا د جال په منځ کې د چنچڼو (يو ډول مرغۍ) قفسونه ځړوي، چې کله باښه ښکار وويني، پرې راغوټه شي؛ خو خپله جال کې ونښلي او ښکار شي.

هغه زياته کړه چې باښې د مهترلام، پنج پاى او ځينو نورو هوارو دښتو کې نيول کېږي.

 حنيف وايي، چې دلته له روسيې څخه هم باښې راځي: ((موږ داسې باښې نيولې، چې په پښه کې به يې کړۍ وه او مسکو به پرې ليکل شوى و.))

دى هم د باښې ماهر او تجربه لرونکى ښکاري دى او د دغه مرغه په اړه وايي:

((باښه ډېر رنګونه لري، خو د کار باښه تور رنګ لري او دا باښه چې هر رنګه مرغه پسې خوشې کړې، خالي منګولې بېرته نه راګرځي.))

دوى په باښو مړزان، صحرايي کفترې، سيسۍ او ان زرکان هم نيسي.

ښکاريان له باښو سربېره، ځان سره يو ډول سپيان چې ګورجي يې بولي، هم ښکار ته وړي.

حنيف وايي: ((د شولو او يا غنمو پټي کې سپي خوشې کړو، هغه په بوى مړز پيدا کړي او چې کله مړز هوا ته پورته شي، نو باښه ورخوشې کړو او وې نيسي.))

د تازه نيول شوې باښې سترګې په ستنه او تار ګنډل کېږي، چې علما دغه کار يو ظلم او ګناه ګڼي.

د لغمان د سلطان غازی بابا د جامع جومات خطيب مولوی ضياءالحق فرقاني وايي: ((مرغان هم د خداى جل جلاله مخلوق دى، بايد رحم پرې وشي، سترګې ګنډل ظلم دى.))

که څه هم د باښو ښکاريان په انفرادي توګه مهترلام ښار کې دغه مرغان پلوري؛ خو هټۍ يې هم شته چې هلته ښکاريان خپلې باښې د خرڅلاو لپاره راوړي او بيا له دې ځايه نورو ولايتونو ته هم وړل کېږي.

د مهترلام د پشيو د کلي اوسېدونکى ګل محمد چې د باښو پلورلو هټۍ لري، وايي چې د دوى پېرودونکي له لغمان سربېره د ننګرهار، کونړ او ميدان وردګو اوسېدونکي هم دي.

 خو ګل محمد وايي، چې دغه کار د لس شل کاله پخوا په پرتله سست شوى دى.

هغه زياته کړه، چې پخوا دوى ته د ورځې په منځنۍ کچه ١٥ باښې راوړل کېدې؛ خو اوس دغه شمېره په اونۍ کې هم نه پوره کېږي.

ګل محمد زياته کړه: ((شايد نسل يې نور کم شوى وي.))

 هغه وايي چې داسې باښې شته، چې دوى يې په ١٠٠٠٠ افغانيو هم پلوري.

 د لغمان ولايت د چاپېريال ساتنې امر انجنير پاينده محمد سهاک هم دا مني، چې د باښې او ځينو نورو مرغانو نسل د ورکېدو په حال کې دى.

هغه پژواک ته وويل، چې دوی د ولسمشر حامد کرزي د ۵۳م فرمان له مخې څو ځله امنيه قوماندانۍ او نورو اړوندو څانګو ته مکتوبونه لېږلي، چې د دغه فرمان د پلي کېدو (د ښکار منع) په اړه ورسره مرسته وکړي.

خو هغه زياته کړه: ((له بده بخته چې هغوی تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.))

سهاک دا هم وويل چې رياست کومه اجرايه قوه نه لري، چې خپله لاس په کار شي.

د لغمان امنيه قوماندان جنرال غلام عزيز غرنی مني، چې دوى ته د چاپېريال ساتنې له خوا مکتوب رسېدلى دى.

د نوموړي په وينا، دوى د مرغانو د قاچاق وړونکو مخنيوي ته چمتو دي؛ خو تراوسه يې څوک په دغه قاچاق نه دي نيولي.

د باښو يو بل کاروباري چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، مني چې ښکار منع دى؛ خو زياتوي چې که يواځې په لغمان کې منعه شي، نو ګټه نه لري.

 د هغه په وينا، اوس مهال د باښو او نورو مرغانو ښکار په ډېرو ولايتونو کې روان دى او بايد ټولو ځايونو کې منعه شي.

په لغمان کې له باښو پرته د يو شمېر نورو مرغانو (چنچڼه، قزلاک، شامتورۍ) او همدارنګه د کبانو نسل هم مخ په ورکېدو دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.