Language

کابل(پژواک٣٠تله٩٠) : افغان ولسمشر په ځانمرګيو بريدونو کې د کورنيو چارو وزارت د درېيو وژل شويو افسرانو هرې کورنۍ ته سل زره افغانۍ او  د کابل په رحمان مېنه کې د يوه اپارتمان سندونه  وسپارل.

دا مطلب د  ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې څرګند شوى دى .

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، په يادو افسرانو کې  سمونيار سميع الله، دوهم څارن جان علي او روح الله شامل دي .

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دې افسرانو دکابل په ښارکې  له وروستيو ځانمرګيو بريدونو څخه د زياتو ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي لپاره خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي .

د تېرې مياشتې په ٢٢مه د کابل ښار دهمزنګ، حبيبيه لېسې او بي بي مهرو په سيمو کې د پوليسو مرکزونو ته څېرمه ځانمرګي بريدونه وشول او په همدې ورځ شپږ وسلوال طالبان د کابل ښار په عبدالحق څلورلارې کې يوې لوړ پوړيزې ودانۍ ته  وختل  او له هغه ځايه يې ځينې کورني او بهرني دولتي تاسيسات تر بريدونو لاندې ونيول.

د افغان چارواکيو د معلوماتو له مخې، په  دغو بريدونو کې٩ بريدکوونکي طالبان، ٤ پوليس او ٢ ملکي وګړي ووژل شول او د ٢٤ ملکي وګړيو په ګډون ٩ پوليس او ٦ د ايساف سرتېري ټپيان شول.  

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، حامدکرزي نن د يادو درېيو افسرانو کورنيو ته د مرستې پر مهال   يوځل بيا خپله خواخوږي څرګنده کړه او د هېواد پالنې په لاره کې يې د هغوى د بچيانو سرښندنې نه هېرېدونکې وبللې.

د يادونې ده ، چې پخوا تر دې د ملي امنيت کارکوونکيو د يادو وژل شويو افسرانو له هرې کورنۍ سره ٥٠٠ زره افغانۍ مرسته کړې وه .