کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د ٢٦ هېوادونو د استازيو او سفيرانو په ګډون يوه ورځنۍ غونډه، د استانبول د کنفرانس لپاره د تياريو د نيونې په موخه په کابل کې جوړه شوه.
ټاکل شوې، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او مينځنۍ اسيا د هېوادو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور د فضا د پيدا کېدو په موخه د راتلونکې مېلادي مياشتې په دويمه نېټه د ترکيې هېواد په استانبول ښار کې جوړ شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوید لودین وويل، چې د کابل په نننۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو او د مينځنۍ اسيا هېوادونو، هند، پاکستان، ايران، اروپايي ټولنې، د امريکا متحده ايالتونو، کاناډا، ايټاليا او فرانسې استازي او نورګډون لري.
لودين، چې په کابل کې د نننۍ غونډې مشري کوي، وويل، چې دغه ناسته د سيمه ييزو همکاريو د يوې مسودې د ترتيب او د هغې په اړه د يوه ګډ نظر د راپيدا کېدو په موخه، چې د استانبول په کنفرانس کې به پرې بحث وشي، جوړه شوې ده.
لودين وويل، چې په نننۍ غونډه کې د سيمې د هېوادونو استازي د استانبول د کنفرانس د برياليتوب د لارو د موندلو په موخه هڅې کوي.
د ده په وينا، ټاکل شوى ټيم به، چې د افغانستان، ترکيې او ملګروملتونو سازمان له استازو جوړ دى، د نننۍ غونډې د ګډونوالو نظريات وروسته ترڅېړنې او تحليل د استانبول کنفرانس په مسوده کې شامل کړي.
هغه په نننۍ غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو ګډون له اهميت څخه ډک وباله او زياته يې کړه، چې د سيمه ييزوهمکاريو پياوړتيا، په افغانستان او سيمه کې د ثبات د ټېنګښت لامل گرځي.
د استانبول د کنفرانس لپاره د تياريو په لړ کې دا دويمه ناسته ده.
د استانبول د کنفرانس لپاره د تياريو په موخه ٢٢ ورځې وړاندې هم د ناروي د اوسلو په ښار کې د ١٥هېوادونو د استازو په ګډون، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال هم په کې ګډون درلود، يوه غونډه جوړه شوې وه.
لودين وويل، چې د استانبول په کنفرانس کې به د سيمه ييزو همکاريو په لړ کې د عملي اقداماتو په اړه، چې د دغو لسو کلونو په ترڅ کې نه دي ترسره شوې، بحث وشي.