لښکرګاه (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٠): د هلمند د ملي امنيت رياست وايي، چې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون يې اوه وسلوال طالبان له وسلو او مهمات سره نيولي دي.
د ملي امنيت رياست د لړم په لومړۍ نېټه په لښکرګاه کې نيول شوي وسلوال طالبان رسنيو ته وښودل.
د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل،چې له دې ډلې څخه يې پنځه تنه په لښكرګاه ښار كې، چې اوه کړۍ ماينونو،يو ميل کلاشينکوف،يو ميل پيکا او پنځه کيلوګرامه چاودېدونکو توکو هم ورسره وو، نيولي دي.
سرچينې زياته کړه، چې يادو وسلوالو غوښتل د لښكرګاه ښار پر يو شمېر برخو کې ترهګريزې کړنې او بريدونه ترسره كړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شول.
دغه راز د ملي امنيت رياست وايي، چې دوه طالب قوماندانان هر يو ملا احمد شاه بدر او قاري شاه محمد يې په نادعلي ولسوالى كې له دوو موټرسايکلونو سره نيولي دي.
د ملي امنيت سرچينې وايي، چې ملا احمد شاه دوه مياشتې وړاندې په نادعلي ولسوالۍ كې دوه ولسي وګړي په دغه نوم، چې له يوې نادولتي موسسې سره کار کوي، وژلي وو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.