هرات (پژواک، د لړم لومړۍ نېته ٩٠): د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د ماين د يوې چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد نن (د لړم لومړۍ نېټه) پژواک اژانس ته وويل، تېر مازديګر د پښتون زرغون ولسوالۍ د تاقچې د کلي د لارې په اوږدو کې د طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى ماين هغه مهال وچاودېد، چې د سيمې يو شمېر اوسېدونکو غوِښتل، څو ياد ماين له لارې لرې کړي.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپي شوي دي.
نېکزاد وويل، چې ټپيان د پښتون زرغون ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د پښتون زرغون ولسوالۍ يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، هم تاييد کړه، چې د تاقچې په سيمه کې د طالبانو له لوري د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د طالبانو له لوري د ياد ماين خښول ومنل، خو ادعا کوي، چې د دغه ماين په چاودنه کې پنځه اربکي پوليس او د ناصر په نوم يو بل وسلوال کس وژل شوى دى.
د يادونې ده، چې د تېرې سې شنبې په ورځ (د تلې ٢٧مه) هم د سيمه ييزو چارواکو د څرګندونو له مخې، د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ د تاغز په سيمه کې څلور ملکي وګړي د هغه ماين د چاودنې له امله، چې د وسلوالو طالبانو له لوري خښ شوى و، ووژل شول او درې نور ټپيان وو.
خو قاري يوسف احمدي ادعا کړې وه، چې په دې چاودنه کې څلور امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، طالبانو تېر ماښام د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ايساف د خوراکي توکو د لېږد يو موټر سوځولى دى.
د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال جميل بدخشي پژواک ته وويل، د ايساف ځواکونو يو اکمالاتي موټر، چې د باميانو ولايت ته په لاره و، د دې ولسوالۍ د رنګ اب په سيمه کې د طالبانو له لوري ودرول شو او وروسته له هغه چې چلوونکى يې رخصت کړي، د توکو يوه برخه يې پر خلکو وېشلې او موټر يې سوځولى دى.
دغه مهال طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې په سياه ګرد ولسوالۍ کې يې د يوه اکمالاتي کاروان له ساتونکو سره له يوه نيم ساعته نښتې وروسته، طالبانو يو موټر سوځولى، د يوه رينجر او يوه ټانک پر ويجاړېدو سربېره يې د اکمالاتي کاروان اته ساتونکي هم وژلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP