کابل (پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٠) : د نور په نوم د سترګو له روغتون سره د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت دطبي وسايلو مرسته وشوه.
په کابل کې د عامې روغتيا وزارت اړوند د سترګو لپاره ځانګړي شوي، له نور روغتون سره نن (لړم لومړى نېټه) د انالوس په نوم ايټالوي مؤسسې له خوا د سترګو د روغتيا په موخه د دوو ماشينونو او لس زره عينکو مرسته وشوه.
د دغو مرستو په تړاو د عامې روغتيا وزارت سرپرستې ثريا دليل په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل، چې دغه ماشينونه د فيکو په نوم ياديږي، چې په مټ يې د سترګو د پردو عمليات په ډېره اسانه او ساده ډول ترسره کيږي.
د نوموړي په وينا ، دغه دوه ماشينونه يې يو په کابل کې د نور روغتون ته ورکړى او دويم يې په هرات کې د همدغه روغتون څانګې ته ورکړى دى.
د عامې روغتيا سرپرست وزيرې زياته کړه: ((دا مهال په هېواد کې يو سلو څلور زره ړانده لرو، چې په دې کې يې ډېر شمېر د تداوي وړ دي او په کال کې ٢٥ زره کسان د يوې سترګې ليد له لاسه ورکوي.))
نوموړې وويل، چې عينکې به د ګرځنده ډلو او د نور روغتون له خوا اړمنو خلکو ته په کابل او ولايتونو کې په وړيا ډول ورکول شي.
هغې زياته کړه، چې په وروستيو کې يې د لرې پرتو سيمو لپاره د سترګو د روغتيا په موخه ١٦ ګرځنده ډلې جوړې کړې، چې تر دې دمه يې ٢٥ زره ناروغان تداوي کړي دي او ٥ زره درې سوو تنو ته يې په وړيا ډول عينکې وېشلې دي.
په افغانستان کې د اېټالين کارپورېشن موسسې مشر ډاکټر محمدعارف اورياخېل وويل، چې دغه مرسته د اېټاليا د خلکو له خوا شوې، چې د همدې موسسې له لوري ياد ماشينونه او عينکې پرې اخيستل شوې دي.
د نوموړي په وينا، دغه موسسه په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د نور روغتون يو شمېر ډاکټران اېټاليا ته د روزنې په موخه واستوي.
هغه زياته کړه: ((دا مرسته زموږ له خوا ناڅېزه ده، خو ژمنو کوو، چې خپلو مرستو ته به ادامه ورکوو او د عامې روغتيا وزارت په هره برخه کې به اړينې مرستې ترسره کوو.))
د يادونې ده، چې د سترګو د عملياتو په برخه کې د فيکو ماشينونه د نړۍ د وروستۍ عصري ټېکنالوجۍ په توګه کارول کيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP