Language

پر جومات د هاوان مرميو لګېدو له امله ١٢ تنه ټپيان شول

ميدان ښار (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٠): د ميدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې پر يوه جومات د هاوان مرميو د لګېدلو له امله ١٢تنه ټپيان شوي او جومات يې هم زيانمن کړى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه مرمۍ پرون مخکې له غرمي هغه مهال د دايميرداد ولسوالۍ په ميرانو سيمه کې پر يوه جومات ولګېدې، چې د قران کريم د ختم مراسم په کې نيول شوي وو.

هغه وويل، چې د دغو مرميو د لګېدو له امله په جومات کې ناست دوولس تنه ټپي شوي او جومات يې هم زيانمن کړى دى.

د ميرانو د کلي يوه اوسېدونکي محمدانور، چې په خپله هم په دې پېښه کې برسېرن ټپي شوى، پژواک ته وويل، چې د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى او ځينې يې د درملنې لپاره کابل ته وړل شوي دي.

د سيداجان په نوم د دغه کلي يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې يادې مرمۍ د طالبانو له تر ولکې لاندې سيمو راتوغول شوې دي.

هغه وويل، چې دغه جومات د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې دى او ښايي د طالبانو د بريد موخه د ولسوالۍ ودانۍ وه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک سره په خبرو کې له دې پېښې ناخبري وښوده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.