مهترلام ( پژواک د لړم لومړۍ نېټه٩٠ ) : دلغمان د الينګار اواليشنګ په ولسواليو کې سيلابونو لسګونه کورونه نړولي ، لسګونه څاروي او سلګونه جريبه کرونده يې له منځه وړې ده .
دالينګار ولسوال سيد شريف پاچا دلړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د پرله پسې بارانونو له امله په دې ولسوالۍ کې درانه سيلابونه راغلل ، چې ددې ولسوالۍ دکنده راجايي په کلي کې يې لسګونه کورونه نړولي ، لسګونه څاروي او په شاوخوا اته سوه جريبه ځمکه کې کرل شوې کرونده يې له منځه وړې ده .
هغه زياته کړه ، دې سيلاب چې درې ساعته يې دوام وکړ، دمهترلام _ الينګار د عمومي سړک يوه برخه نړولې او دا لار يې څو ساعته بنده کړې وه .
همداراز، سيلابونو دهمدې ولايت داليشنګ ولسوالۍ په شمکټ کلي کې هم لسګونه څاروي له منځه وړي دي .
د لغمان ولايت له طبعي پېښو سره دمبارزې رييس محمد نعيم نظري د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې چې په شمټک کې ولې کورونو او کروندو ته زيا نه دى اوښتى ؟ وويل چې د شمکټ کلى په لوړه پروت دى او دلته کرونده او کورونه نشته دي .
دوى ددې سيلابونو د زيانونو د څېړلو لپاره سيمو ته پلاوى لېږلى او له راستنېدو وروسته به له زيانمنو سره مرسته وکړي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP