ګردېز (پژواک ٢ لړم ٩٠): د پکتيا مرکز په مربوطاتو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې اته تنه نيول شوي دي.
په خوست کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه بېګا شپه د پکتيا مرکز د ګردېز په شاوخوا کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اته تنه نيولي دي.
سرچينې د کره ځاى او د نيول شويو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي؛ خو وايي چې له نيول شويو کسانو څخه يې پلټنې پيل کړې دي.
د پکتيا د والي مرستيال عبدالرحمان منګل وايي، چې په دغو عملياتو کې شپږ شکمن کسان نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات د ګردېز اړوند د څپرۍ په کلي کې بېګا شپه شاوخوا ٩ بجې ترسره شوي دي، چې د افغان ملي اردو د کومانډو ځواکونو هم په کې برخه درلوده.
منګل وويل، په دې اړه ورته نن د سيمې مشران راغلي وو او نيول شوي کسان يې بې ګناه يادول.
د هغه په خبره، له پلټنو وروسته به، که نيول شوي کسان بې ګناه وو، بېرته خوشې شي.
د سيمې اوسيدونکي حاجي قېمت خان پژواک اژانس ته وويل، چې بېګا نهه بجې يې کلي ته افغان او ايساف ځواکونه راغلل او د کورونو په پلټلو پيل وکړ.
نوموړي وويل، چې نيول شوي کسان شپږ تنه دي او ټول بې ګناه دي او په ګردېز ښار کې يې دوکانونه درلودل.
هغه زياته کړه: ((د کلي ټول کورونه تلاشي شول او د ډېرو خلکو له کورونو زر، نغدې پيسې او د خلکو وسلې يې ټولې کړې او اور يې ورته کړ.))
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې عملياتو کې د دوى پوليسو برخه نه وه اخيستې.
نوموړي د نيول شويو کسانو په اړه بې خبري وښوده.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP