Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوديزه لويه جرګه به د لړم په ٢٥ مه جوړه شي

کابل ( ٢ لړم ٩٠): د روانې مياشت په ٢٥ مه به په کابل کې د څه باندې دوه زره کسانو په ګډون دوديزه لويه جرګه جوړه شي.

دا څرګندونې د يادې جرګې د تياريو د کمېسيون وياندې صفيه صديقي د لړم په ٢ مه ، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغې وويل، ټاکل شوې ده ، چې د کابل ښار پل تکنيک ته څېرمه د لويې جرګې په خېمه کې په جوړېدونکې دې غونډه کې به له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو او په هېواد کې د سولې پر ميکانيزم خبرې وشي .

صديقي وويل چې د يادو دوو اصلي موضوع ګانو ترڅنګ کېداى شي د جرګې ځينې ګډونوال له ځان  سره ځانګړې اجنډا ولري او په هغې هم بحث وشي .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه جرګه به څلور ورځې دوام وکړي، خو ګډونوال به يې د جرګې له پېل څخه څلور ورځې مخکې کابل ته راشي ، ترڅو د غونډې په اړه اړين معلومات ورکړل شي .

هغې وويل چې د ملي شورا اوسني ټول  او د تېرې دورې يوشمېر غړي ، د هر ولايت د ولايتي شورا ٣٠ سلنه غړي ، د مدني ټولنې او خصوصي سکټور ، معيوبينو او معلولينو يوشمېر استازي ،  ديني علماء او مخور شخصيتونه به په دې جرګه کې ګډون وکړي .

دې وويل چې ديني علما او مخور شخصيتونه دې جرګې ته  له هر ولايت څخه ولايتي شوراګانو معرفي کړي دي. 

دغه راز سرچينې زياته کړه چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په استازيتوب ١٢٠ تنه ، په ايران کې د افغان کډوالو په استازيتوب ٨٠ تنه او د امريکا او کاناډا په ګډون په يوشمېر اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو په استازيتوب ٣٠ تنه به هم په دې جرګه کې برخه واخلي .

صديقي وويل چې ددې جرګې ټول ګډونوال به٢٠٣٠ تنه وي ، چې ٢٥ سلنه به يې ښځې جوړوي.

دې وويل چې د افغانستان د کابينې غړي او د ځينو هېوادونو استازي به په دې جرګه کې د مېلمنو په توګه برخه ولري .

د روان کال په پيل کې د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو سند امريکا افغانستان ته وړاندې کړ او افغانستان دغه سند له يو لړ شرطونو سره بېرته امريکا ته وسپاره .

د افغانستان خپلواکي، په دې هېواد کې د امنيت ټينګښت ، د افغان ځواکونو سمبالتيا او نور د افغانستان د حکومت شرطونو دي.

دغه راز افغان چارواکي وايي چې دغه اړيکې بايد ګاونډيو هېوادونو ته ستونزې جوړې نه کړي.

په دې اړه  تراوسه  افغان او امريکايي چارواکي نه دي سره سلا شوي او بحثونه روان دي .

حامد کرزي مخکې ويلي و ، چې د دغو اړيکو په اړه به په يوه دوديزه لويه جرګه کې بحث وشي، خو وروستى تصميم به ملي شورا نيسي.

 دغه راز ولسمشر حامد کرزي شاوخوا شل ورځې مخکې وويل چې نور بايد  په افغانستان کې د سولې او امنيت د راوستلو په موخه  د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو پرځاى له پاکستان سره خبرې وشي .

کرزي ويلي و ، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د سولې د پروسې پر تګلارې د بيا کتنې په موخه دوديزه لويه جرګه راوغواړي، ترڅو د خلکو له غوښتنو سره سم تصميم ونيول شي. 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.