Language

د ماين په چاودنه کې درې پوليس ټپيان شول

جلال اباد (پژواک ٢ لړم ٩٠): په جلال اباد ښار کې نن سهار د يوې چاودنې له امله درې پوليس ټپيان شول.

د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د لړم په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار نهه بجې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې پوليسو د جلال اباد ښار د انګور باغ په سيمه کې موټر تلاشي کول، چې د سړک په ګلدان کې ځاى پرځاى شوى ماين پرې وچاودېد.

د عبدالزي په وينا، چې په ياده چاودنه کې دوه پوليس ټپي او روغتون ته وړل شوي دي.

خو د پېښې په ځاى کې د پوليسو يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې د پوليسو يو افسر او دوه سرتېري ټپيان دي.

سرچينې زياته کړه، چې د دوو تنو ټپونه کاري وو او يو بل برسېرن ټپي شوى و.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په ځينو ولسواليو او مرکز کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.

تېره ورځ د دغه ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت يو کارکوونکى او له هغې يوه ورځ مخکې په همدې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د کابل بانک اداري مسوول ووژل شول.