Language

په ميدان وردګو کې پر ايساف ځواکونو چاودنې شوې

ميدان ښار (پژواک ٢ لړم ٩٠): د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ چارواکي وايي، چې پرون په دې ولسوالۍ کې د ماين چاودنو له امله د ناټو دوه ټانګونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

د چک ولسوال محمد اسماعيل وفا د لړم په دويمه پژوا ک خبري اژانس ته وويل، چې د ناټو پر دغو ټانګونو پرون مازديګر د دې ولسوالۍ په خوات سيمه کې چاودنې وشوې.

هغه زياته کړه، چې يوه چاودنه د خوات په لوړ او بله يې د ګلي په کلي کې رامنځته شوه، چې په کې د ناټو ځواکونو دوه ټانګونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

د محمد ناصر په نوم يوه عيني پژواک ته ويلي، ده په خپلو سترګو وليدل، چې د چاودنې له ځاى څخه يې د پنځو وژل شويو مړي په چورلکه کې پورته کړل.

خو په کابل کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چک ولسوالۍ کې د دوى پر يوه ټانګ چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

دغه راز د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته د ايساف له خولې وويل، چې په چک کې يې يو ټانګ پر ماين الوځول شوى، خو تلفات نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.