Language

جلال اباد (پژواک ٢ لړم ٩٠): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درېيو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن د لړم په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار د ولسوالۍ د احمدخېلو په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه چې چاودنه پر يوه موټرسايکل شوې، چې پرې درې عام وګړي سپاره وو.

د ولسوال په وينا، د چاودنې له امله يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، چې ټپيان روغتون وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې نن سهار د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې هم د يوې چاودنې له امله درې پوليس ټپيان شوي دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه د خوګياڼو د چاودنې په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د دوى وياند ذبيح الله مجاهد د جلال اباد د چاودنې مسووليت پر غاړه واخيست.

په روانه اونۍ کې په خوګياڼو کې دا درېيمه چاودنه وه، له دې مخکې چاودنو کې د کابل بانک او روشن مخابراتي شرکت دوه کارکوونکي وژل شوي وو.